واڼا (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کوز سویلي وزیرستان کې د ډرون دوو چاودنو له امله د یوې کورنۍ دوه غړي ټپیان شوي، چې یو یې ماشوم دی. د ځايي سرچینو په وینا، دغه چاودنې د زرملېن سیمې د پاني خېلو په کلي کې شوې دي.
سرچینې وايي، ټپیان د میاني پاني خېلو د یوه ملکي اوسېدونکي د کورنۍ غړي دي، چې په پېښه کې یو کمعمره ماشوم هم ټپي شوی دی. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په سیمه کې وېره او اندېښنې زیاتې شوې دي.
تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د ډرونونو د سرچینې په اړه خپلواکو سرچینو ته نور معلومات نه دي رسېدلي او اړوندو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په سیمه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتېږي، چې د ځايي سرچینو په وینا، په دې پېښه کې ښځې او ماشومان هم له ګواښ سره مخ شوي دي.


ظفر وزير