کابل (شال نیوز) : افغان ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر، میرویس عزیزي وايي، په کابل کې د سرطان د ځانګړي روغتون د جوړولو عملي چارې پیل شوې دي.

 

 

نوموړي نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، د دې پروژې اداري چارې بشپړې شوې او د سرطان روغتون ترڅنګ به نسايي ولادي روغتون او یو طبي پوهنتون هم جوړ شي.

 

د عزیزي په وینا، دغه پروژې د روغتیايي خدمتونو او طبي زده‌کړو د پراختیا په موخه پلې کېږي.