راولپنډۍ (شال نیوز) : د پاکستان پوځ وايي، په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د جوړ شوي «فائز» په نوم له جنګي الوتکو څخه د توغول کېدونکي توغندي ازموینه په بریالیتوب ترسره شوې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي آر) د نومبر په درېیمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه توغندی په پرمختللي لارښوونکي سیسټم سمبال دی او کولای شي له لرې واټن څخه د دښمن جنګي الوتکې او نور هوايي هدفونه په نښه کړي.
د پوځ په وینا، د فائز توغندي جوړېدل به د پاکستان د هوايي ځواک عملیاتي وړتیاوې زیاتې کړي او جنګي الوتکو ته به دا توان ورکړي چې له نسبتاً لرې واټن څخه هوايي هدفونه په نښه کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ازموینه د پاکستان د دفاعي صنعت د تخنیکي پرمختګ او په کور دننه د پرمختللو وسلو د جوړولو د وړتیا څرګندونه کوي.
د پوځ د معلوماتو له مخې، د توغندي د ازموینې پر مهال د وسله والو ځواکونو لوړپوړي افسران، ساینسپوهان او انجنیران حاضر وو. د پاکستان ولسمشر، لومړي وزیر، د پوځ مشر او د وسله والو ځواکونو نورو مشرانو د توغندي د بریالۍ ازموینې له امله ساینسپوهانو او انجنیرانو ته مبارکي ویلې ده.
د پوځ په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې فائز توغندی تر څو کیلومتره واټن پورې هدف ویشتلای شي، په کوم ډول جنګي الوتکو کې به کارول کېږي او کله به د پاکستان د هوايي ځواک په عملیاتي وسلو کې شامل شي. د پاکستان د پوځ له اعلان پرته د دغې ازموینې د پایلو خپلواک تایید نه دی شوی.


شال نیوز