کوټه (شال نیوز) : د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په کچي او خاران ضلعو کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په دوو جلا عملیاتو کې ۱۷ وسله وال وژلي او د نښتې پر مهال یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.

 

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي آر) د نومبر په درېیمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات د نومبر په لومړۍ نېټه د وسله والو د موجودیت په اړه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.

 

د اعلامیې له مخې، لومړي عملیات د کچي ضلعې په سني سیمه کې شوي، چې هلته وسله والو غوښتل په ښار کې یوه لاره وتړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

 

پوځ ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې لس وسله وال وژل شوي او له هغوی څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. د پوځ په وینا، دویم عملیات د خاران په ضلعه کې ترسره شوي، چې امنیتي ځواکونو پکې د وسله والو یو پټنځای په نښه کړی دی.

 

په اعلامیه کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ له سختې نښتې وروسته اووه وسله وال وژل شوي او وسلې او مهمات ترې ترلاسه شوي دي. پوځ ویلي چې په همدې نښته کې د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې اوسېدونکی، ۲۵ کلن سپاهي حکمت الله هم وژل شوی دی.

 

د پاکستان پوځ وژل شوي وسله وال د هغو ډلو غړي بللي چې حکومت یې د «فتنه الهندوستان» او «فتنه الخوارج» په نومونو یادوي. پاکستاني چارواکي دغه ډلې له هند سره تړلې بولي او تور پورې کوي چې له بهر څخه ملاتړ ترلاسه کوي. خو هند په تېرو وختونو کې د پاکستان په خاوره کې د وسله والو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

 

ای اېس پي آر ویلي چې په دواړو سیمو کې د نورو احتمالي وسله والو د موندلو لپاره د پلټنې عملیات روان دي. پوځ ټینګار کړی چې د «عزم استحکام» په نوم د ترهګرۍ ضد عملیات به دوام ولري. دغه تګلاره د پاکستان د ملي عملي پلان د مرکزي کمېټې له خوا منظور شوې ده.

 

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونه له بلوڅ بېلتون غوښتونکو او نورو وسله والو ډلو سره په نښتو کې ښکېل دي.

 

تر اوسه د دغو دوو عملیاتو په اړه د کومې وسله والې ډلې خپلواک غبرګون نه دی خپور شوی او شال نیوز هم په خپلواکه توګه د پوځ له خوا د ورکړل شویو مرګ ژوبلې شمېرو او د وژل شویو کسانو د هویت پخلی نه شي کولای.