واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا ځايي اوسېدونکو د کم عمره هلکانو او ځوانانو ترمنځ د نشي درملو د استعمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له انتظامیې یې غوښتي چې د ډاکټر له نسخې پرته د دغو درملو د خرڅلاو مخه ونیسي.
ځايي سرچینې وايي، ځینې ځوانان له میډیکل سټورونو څخه ګابیکا، کوکوریکس، ډي کامبینال او یو شمېر نور درمل اخلي او د نشې لپاره یې استعمالوي. د سرچینو په وینا، ځینې کسان دغه درمل له نورو موادو سره ګډوي او د څښاک په بڼه یې استعمالوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغو درملو ناسم استعمال د ځوانانو روغتیا ته خطر پېښوي او وېره لري چې د مخنیوي لپاره د اقداماتو په نه کېدو به دا ستونزه نوره هم زیاته شي.
ځايي خلکو د واڼا له ډرګ انسپکټر او اسسټنټ کمشنر څخه غوښتنه کړې چې میډیکل سټورونه وڅاري او د ډاکټر له نسخې پرته د هغو درملو د خرڅلاو مخه ونیسي چې نسخه ورته ضروري ده.
دوی همداراز غوښتنه کړې چې کم عمره هلکانو ته د دغو درملو د ناقانونه خرڅلاو په صورت کې دې د اړوندو کسانو پر ضد قانوني اقدامات وشي.
تر اوسه په وانا کې د دغو درملو د ناسم استعمال د پېښو کره شمېر نه دی معلوم او نه هم دا څرګنده ده چې انتظامیې د خلکو د شکایتونو په اړه کوم اقدامات کړي دي. په دې اړه د واڼا د ډرګ انسپکټر او اسسټنټ کمشنر دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.


ظفر وزير