پېښور (شال نیوز) : په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ نوې استازې نوریکو تاکاګي په پېښور کې د خېبر پښتونخوا له چارواکو او د دغه سازمان له همکارو بنسټونو سره د افغان کډوالو، پناه غوښتونکو او کوربه ټولنو د ملاتړ او خوندیتوب په اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې په دې لیدنه کې د کډوالو پر اړتیاوو، د بشري مرستو پر دوام او په سیمه کې د بدلېدونکي وضعیت پر اغېزو خبرې شوې دي.
د ادارې په وینا، د غونډې ګډونوالو د کډوالو د خوندیتوب او بشري مرستو په برخه کې د دولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
نوریکو تاکاګي د همکارو بنسټونو له استازو مننه کړې او ویلي یې دي چې اداره به یې په خېبر پښتونخوا کې د کډوالو، پناه غوښتونکو او کوربه ټولنو د ملاتړ لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
په دې غونډه کې د انسپایر پاکستان، د بشري حقونو او بندیانو د مرستې ټولنې، د خیوند کور د بریتانیا ملګرو، د فرانسې اسلامي مرستې سازمان، د کلیو د ملاتړ پروګرام، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د افغان کډوالو د چارو د دولتي ادارو استازو ګډون کړی و.
دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې په پاکستان کې افغان کډوال د قانوني اسنادو، استوګنې، روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او بشري مرستو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې په پاکستان کې ۷۳۳ زره او ۷۳۴ افغان کډوالو د ثبت معتبر کارتونه لرل. له دې ډلې ۳۷۴ زره او ۹۲۲ کسان په خېبر پښتونخوا کې اوسېدل چې د ټول هېواد د ثبت شویو افغان کډوالو له نیمایي څخه زیاته برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په پاکستان کې د افغان کډوالو ترڅنګ له هغو کوربه ټولنو سره هم مرسته کوي چې له کلونو راهیسې یې کډوالو ته ځای ورکړی دی. د دې ادارې په فعالیتونو کې روغتیايي خدمتونه، زدهکړې، قانوني مرستې او د زیانمنو کسانو خوندیتوب شامل دي.
نوریکو تاکاګي د اکتوبر په ۱۹مه په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د نوې استازې په توګه معرفي شوې وه. نوموړې د بشري مرستو، د کډوالو د خوندیتوب او نړیوالو همکاریو په برخو کې نږدې درې لسیزې کاري تجربه لري او تر دې مخکې یې په میانمار کې د همدې ادارې د استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې له دولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو سره ګډ کار به روان وساتي، څو کډوال او پناه غوښتونکي اړینو مرستو او د خوندیتوب خدمتونو ته لاسرسی ولري.


شال نیوز