لکي مروت (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه کې پولیس وايي، د پولیسو او د پولیسو د امن کمېټې په ګډو عملیاتو کې د یوه مشکوک ځانمرګي بریدګر په ګډون دوه وسله وال وژل شوي او درېیم ټپي شوی وسله وال تښتېدلی دی.

 

پولیس وايي، دا پېښه د لکي مروت په ګنډي چوک سیمه کې شوې او له وژل شویو کسانو څخه یې ځانمرګی واسکټ، لاسي بمونه، وسلې، مخابرې او د تحریک طالبان پاکستان بیرغونه ترلاسه کړي دي.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړل شوی و چې په ګنډي چوک کې یوه مشکوکه موټر د تورو ښیښو سره ولاړ دی. کله چې پولیس او د امن کمېټې غړي سیمې ته ورسېدل، په موټر کې سپرو وسله والو د تېښتې هڅه وکړه او پر پولیسو یې ډزې پیل کړې.

 

پولیس وايي، په ځوابي ډزو کې دوه وسله وال ووژل شول او درېیم، چې د پولیسو په وینا ټپي شوی، په تېښته بریالی شو. د پولیسو په خبره، له وژل شویو کسانو څخه یو ځانمرګی بریدګر و، خو تر اوسه د دواړو وژل شویو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې.

 

پولیسو ویلي، له پېښې وروسته یې د ځانمرګي برید لپاره چمتو شوی واسکټ، درې کلاشینکوفونه، درې تومانچې، درې مخابرې، لاسي بمونه، مرمۍ او د طالبانو بیرغونه ترلاسه کړي دي.

 

د ترلاسه شویو شیانو په منځ کې یوه سره پټۍ هم شامله ده چې د پولیسو په وینا، د ځانمرګي بریدګر پر تندي د تړلو لپاره کارېده او د تحریک طالبان نوم او نورې لیکنې پرې شوې وې.

 

پولیس شک لري چې دغه وسله وال د یوه برید د ترسره کولو په نیت سیمې ته راغلي وو، خو د هغوی د احتمالي هدف او پلان په اړه لا پلټنې روانې دي.

 

له پېښې مخکې د ګواښونو راپورونه

 

د سیمې د سرچینو په وینا، وژل شوي وسله وال ښايي د تحریک طالبان پاکستان له هغې ډلې سره تړاو ولري چې د «کاظم امیر صاحب» په نوم پېژندل کېږي.

 

د دغو سرچینو په خبره، دې ډلې شاوخوا لس ورځې وړاندې د لکي مروت د پولیسو امن کمېټې غړو ته ګواښ کړی و چې له حکومتي دندو او د پاکستان د پوځ له ملاتړ څخه لاس واخلي، ګنې د دوی وسله وال به په لوی شمېر لکي مروت ته ورشي.

 

د سرچینو په وینا، د دغو ګواښونو په ځواب کې د امن کمېټې غړو یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکې د تحریک طالبان پاکستان بیرغ او بینر سوځول کېږي او د کمېټې غړي وسله والو ته د مقابلې خبرداری ورکوي. له دې پېښې وروسته په سیمه کې امنیتي څارنه زیاته شوې وه.

 

خو تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې په ګنډي چوک کې وژل شوي کسان د کاظم امیر صاحب له ډلې سره تړاو درلود او که نه. تحریک طالبان پاکستان هم د دغو کسانو د تړاو په اړه کومه تایید شوې اعلامیه نه ده خپره کړې.

 

د پولیسو مشر د عملیاتو ستاینه کړې

 

د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید د لکي مروت د پولیسو د عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د خلکو د سر او مال ساتنه د پولیسو اساسي دنده ده. هغه ویلي، پولیس به د وسله والو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او د امنیت د ټینګښت لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.

 

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د پولیسو او د ترهګرۍ ضد ادارې، سي ټي ډي، نور ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي دي. پولیس وايي، د وژل شویو کسانو د پېژندلو هڅې روانې دي او د تښتېدلي ټپي وسله وال د نیولو لپاره یې په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.

 

تر اوسه د وژل شویو کسانو نومونه، د هغوی تنظیمي تړاو او د احتمالي برید هدف په رسمي توګه نه دي تایید شوي.