ټانک (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د ګومل سیمې په شیخ اوتار کلي کې د یوه ځايي سوداګر د تښتولو د هڅې پر مهال د ځايي خلکو او وسله والو ترمنځ په ډزو کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي. ځايي سرچینې وايي، په وژل شوو کسانو کې د همدرد محسود په نوم یو وسله وال کمانډر هم شامل دی.

 

د ګومل د پولیسو سرچینو د پېښې په اړه رسنیو ته ویلي چې نامعلومو وسله والو د عرفات الله په نوم د یوه ځايي سوداګر د تښتولو هڅه کوله، خو ځايي خلکو یې مخه ونیوله. د سرچینو په وینا، د وسله والو او ځايي خلکو ترمنځ ډزې وشوې چې په نتیجه کې یې دوه مشکوک تښتوونکي په هماغه ځای کې ووژل شول.

 

د پېښې په اړه په خپرو شوو نورو معلوماتو کې ویل شوي چې له دې وروسته د وژل شوو کسانو نور ملګري د هغوی د مړو د وړلو لپاره سیمې ته ورغلل، خو هلته یو ځل بیا ډزې وشوې. د دغو معلوماتو له مخې، په دویمه پېښه کې یو بل وسله وال ووژل شو او یو ملګری یې په تېښته بریالی شو.

 

ځايي سرچینې ادعا کوي چې درېیم وژل شوی کس همدرد محسود نومېده او د یوې ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې کمانډر و. د سرچینو په وینا، نوموړی د خپلو دوو ملګرو له وژل کېدو وروسته سیمې ته ورغلی و.

 

د لومړیو دوو وژل شوو کسانو نومونه نسیم او صلاح الدین ښودل شوي دي. خو پولیسو تر اوسه د دغو درېیو کسانو نومونه، له کومې وسله والې ډلې سره د هغوی تړاو او د همدرد محسود د کمانډرۍ ادعا په رسمي توګه نه ده تایید کړې.

 

د پېښې په اړه په لومړیو راپورونو کې یوازې د دوو کسانو د وژل کېدو یادونه شوې وه، خو وروسته د درېیم کس د وژل کېدو خبر هم خپور شو.

 

تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې وژل شوي کسان د کومې سیمې اوسېدونکي وو، د سوداګر د تښتولو هڅه یې د څه لپاره کوله او ایا له دې وړاندې هم د تښتونو په پېښو کې لاس درلود که نه.

 

د ټانک په ګومل او شاوخوا سیمو کې د امنیت وضعیت د ځايي خلکو لپاره د اندېښنې وړ دی. په دغو سیمو کې د وسله والو فعالیتونه، د خلکو د تښتولو پېښې او د امنیت په اړه شکایتونه وخت په وخت راپورته کېږي.

 

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د ټانک په شیخ اوتار سیمه کې د پولیو څلور کارکوونکي هم د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي دي.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه کارکوونکي د شیخ اوتار یونین کونسل د جیوس له کلي تښتول شوي وو. وسله والو تر ډزو وروسته څلور واړه کسان له ځان سره نامعلوم ځای ته وړي دي.

 

خو تر اوسه داسې کوم تایید شوی معلومات نشته چې د پولیو کارکوونکو تښتول او په ګومل کې د درېیو مشکوکو وسله والو وژل کېدل دې یو له بل سره تړاو ولري.

 

د ګومل د پېښې په اړه د پولیسو تحقیقات روان دي. اړوندو چارواکو لا نه دي ویلي چې د درېیو کسانو د وژل کېدو په تړاو یې کومه مقدمه درج کړې او که نه.

 

همدارنګه، تر اوسه کومې وسله والې ډلې د وژل شوو کسانو د غړیتوب په اړه څرګندونې نه دي کړې. د وژل شوو کسانو د پېژندګلوۍ، د ډزو د څرنګوالي او د پېښې د اصلي لامل په اړه د پولیسو د رسمي دریځ انتظار دی