کابل (شال نیوز) : د افغانستان بانک وايي، په هېواد کې د برېښنايي بانکدارۍ د پراخولو لپاره کار کوي او غواړي چې د روان کال تر پایه سل نوي اې ټي اېم ماشینونه او د بانکي کارډونو له لارې د پیسو ورکولو ۱۰۳۵ نور ماشینونه فعال کړي.
د دغه بانک د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې له ۳۸۰ څخه ډېر اې ټي اېم ماشینونه او د بانکي کارډونو له لارې د پیسو ورکولو ۵۳۷ ماشینونه فعال دي.
بانک وايي، په هېواد کې د بانکي کارډونو شمېر له دوه نیم میلیونو اوښتی او نهه شرکتونه د برېښنايي پیسو د ورکړې په برخه کې فعالیت کوي.
اې ټي اېم هغه ماشین دی چې خلک ترې د بانکي کارډ په وسیله نغدې پیسې اخلي، خو د پي او اېس په نوم ماشینونه په دوکانونو، تجارتي مرکزونو او نورو کاروباري ځایونو کې د توکو او خدماتو د بیې ورکولو لپاره کارول کېږي.
د افغانستان بانک وايي، د دغو خدماتو د پراخولو موخه دا ده چې خلک د نغدو پیسو د لېږدولو پر ځای خپلې ورځنۍ راکړې ورکړې د بانکي کارډونو له لارې په اسانه او خوندي توګه ترسره کړي.
په همدې حال کې ځینې خصوصي بانکونه هم وايي چې د برېښنايي بانکدارۍ د پراختیا لپاره یې نوي خدمات برابر کړي دي. په دغو خدماتو کې د انټرنېټ له لارې د بانکي اکاؤنټونو پرانستل او د بانکي کارډونو زیاتول شامل دي.
خو په افغانستان کې د انټرنېټ کمزوري خدمات او د اړیکو پرلهپسې پرې کېدل د برېښنايي بانکدارۍ د پراختیا پر وړاندې له مهمو ستونزو ګڼل کېږي.
د بانکي خدماتو د پراخېدو لپاره یوازې د ماشینونو زیاتول بسنه نه کوي، بلکې د باور وړ انټرنېټ، برېښنا او داسې بانکي نظام ته هم اړتیا ده چې خلک وکولای شي خپلې پیسې په خوندي توګه ولېږدوي او ترلاسه یې کړي.
د افغانستان بانک تر اوسه دا نه دي روښانه کړي چې نوي ماشینونه به په کومو ولایتونو او ولسوالیو کې ولګول شي او د هېواد لرې پرتې سیمې به تر کومه حده له دغو خدماتو ګټه واخلي.


شال نیوز