نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې نامعلومو غلو د برېښنا ۱۰۰ کې وي اې ټرانسفارمر غلا کړی چې له امله یې سلګونه کورونه له برېښنا بې برخې شوي دي. دا پېښه د اضاخېلو پایان په نوراباد سیمه کې شوې ده، چې ګڼ کورونه پکې اباد دي.
د سیمې اوسېدونکو د برېښنا د ټرانسفارمرونو او تارونو د پرلهپسې غلا کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له پولیسو یې د غلو د نیولو او د دغه ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د برېښنا محکمې ایس ډي او ذیشان خان ویلي چې د غلا شوي ټرانسفارمر پر ځای سیمې ته نوی ټرانسفارمر برابرېږي څو د خلکو برېښنا بېرته بحاله شي.
پولیس وايي، د اضاخېلو په تاڼه کې یې د نامعلومو غلو پر ضد مقدمه درج کړې ده. تر اوسه د دې غلا په تړاو د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.


ندیم مشواني