کابل (شال نیوز) : د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي د افغانستان له خلکو پوښتنه کړې چې ولې په دنیاوي چارو کې د متخصصانو خبرې مني، خو د دیني عالمانو پر خبرو شک کوي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «کله چې په دنیاوي چارو کې بې چون او چرا پر متخصصانو باور لرئ او اطاعت ترې کوئ، نو ولې پر ملایانو چې د اخرت متخصصان دي، شک کوئ او باور نه پرې کوئ؟»
حنفي ملایان د اخرت د چارو متخصصان وبلل او ویې ویل، لکه څنګه چې خلک د ناروغۍ پر مهال د ډاکټر پر تشخیص او مشوره باور کوي، همداسې باید په دیني چارو کې د ملایانو خبرې هم ومني.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په افغانستان کې د خلکو د جامو، چلند، تګ راتګ او ټولنیز ژوند په اړه د طالبانو د ټاکلو مقرراتو د پلي کولو مسوولیت لري.
د دغه وزارت محتسبان په عامه ځایونو کې د دې مقرراتو څارنه کوي او د سرغړونو په صورت کې د طالبانو د امر بالمعروف قانون له مخې د خلکو د نیولو او سزا ورکولو واک هم لري.
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو د دغه وزارت پر فعالیتونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر ازادیو د محدودیتونو لګولو، نیوکې کړې دي.
دغو سازمانونو ویلي چې د طالبانو دغه اقدامات د افغانانو پر شخصي او ټولنیز ژوند ناوړه اغېز کوي، خو طالب چارواکي یې د اسلامي احکامو د پلي کولو لپاره اړین بولي.


شال نیوز