نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې د پبۍ په راج محمد ګړۍ سیمه کې یو تن خپله ۱۵ کلنه خور د غیرت په نوم په ډزو وژلې او د هغې پلار، چې د لور د ژغورلو هڅه یې کوله، سخت ټپي شوی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، وژل شوې نجلۍ نبیله خان نومېده. د هغې ورور شفیع الله په دې خبره غوسه شوی و چې خور یې پر موبایل ټیلیفون له چا سره خبرې کولې. پولیس وايي، نوموړي پر خپلې خور ډزې کړې چې له امله یې هغه وژل شوې ده.
د پېښې پر مهال د نجلۍ پلار نثار خان د خپلې لور د ژغورلو هڅه کړې، خو د ډزو پر مهال هغه هم په مرمیو لګېدلی او سخت ټپي شوی دی. ځايي خلکو وژل شوې نجلۍ او د هغې ټپي پلار د پبۍ سول روغتون ته رسولي دي. د روغتون له قانوني او طبي کارروایۍ وروسته د نبیلې مړی خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د پولیسو په وینا، تورن شفیع الله له پېښې وروسته په هوايي ډزو کولو له سیمې تښتېدلی دی. د نجلۍ ټپي پلار نثار خان د خپل زوی شفیع الله پر ضد د پبۍ په پولیس تاڼه کې مقدمه درج کړې ده.
پولیس وايي، مقدمه د پاکستان د تعزیراتو د قانون د ۳۰۲ او ۳۲۴ مادو له مخې درج شوې، چې د قتل او د قتل د هڅې له جرمونو سره تړاو لري. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د نوښار په بېلابېلو سیمو کې څلور ښځې د غیرت په نوم وژل شوې دي، خو تر اوسه د دغو پېښو په تړاو د کوم تورن د نیول کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.
پولیس وايي، په ځینو داسې مقدمو کې د شکایت کوونکو د نه همکارۍ له امله د تحقیقاتو بهیر له ستونزو سره مخ کېږي. بلخوا، د بشري حقونو سازمانونو په نوښار کې د غیرت په نوم د ښځو د وژنو او پر ماشومانو د جنسي تېریو د پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دوی د دغو پېښو د بشپړو تحقیقاتو، د تورنو کسانو د نیولو او د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب لپاره د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې ده. د دې پېښې د تورن د نیول کېدو او د ټپي پلار د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.


ندیم مشواني