کرمه (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په منځنۍ کرمه کې ځايي مشرانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د مناتو سرکاري های سکول درجه لوړه کړي، د نجونو های سکول ته استادان ورکړي او په سیمه کې د زده‌کړو د اسانتیاوو د زیاتولو لپاره ګامونه واخلي.

 

دا غوښتنې د منځنۍ کرمې په زیمشت سیمه کې د ځايي مشرانو د یوې جرګې پر مهال شوې دي. جرګې ته د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر رفیع الله څمکني او نورو مشرانو په خپلو خبرو کې وویل چې د مناتو سرکاري های سکول د منځنۍ کرمې د لرې پرتو سیمو یوازینی های سکول دی او د سیمې د زده‌کوونکو اړتیاوو ته په کتو باید د دې سکول درجه لوړه کړل شي.

 

دوی وویل چې د نجونو په های سکول کې د استادانو د کمښت ستونزه هم باید هواره کړل شي، څو نجونې وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. ځايي مشرانو غوښتنه وکړه چې د مناتو های سکول د زده‌کوونکو او استادانو لپاره د اوسېدو ځایونه یا هاسټلونه منظور کړل شي، ځکه د لرې پرتو سیمو زده‌کوونکي او استادان د تګ راتګ له ستونزو سره مخ دي.

 

په جرګه کې د سکول د احاطې د دېوال جوړولو، د کمپیوټر لېب برابرولو، د لوبو د میدان جوړولو او د نورو ضروري اسانتیاوو د برابرولو غوښتنې هم وشوې. مشرانو وویل چې په سیمه کې د زده‌کړو د اسانتیاوو زیاتول د ماشومانو د راتلونکي لپاره مهم دي او حکومت باید د هلکانو او نجونو د زده‌کړو ستونزو ته پام وکړي.

 

د جرګې ګډونوالو د خېبر پښتونخوا له ګورنر، د کرمې له ډپټي کمشنر او د تعلیم له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د مناتو د سکولونو ستونزې وڅېړي او د هواري لپاره یې عملي اقدامات وکړي. د دغو غوښتنو په اړه د تعلیم د محکمې او ضلعي انتظامیې دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.