بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې د امنیتي وضعیت، ولسي ستونزو او پرمختیايي منصوبو په اړه د پوځي او ملکي چارواکو او د سیمې د استازو د پرمختیايي کونسل غونډه شوې ده.

 

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د پوځ د ۱۱۶ بریګېډ کمانډر احسن ورک، د بنو ډپټي کمشنر ضیاء الرحمان، د ضلعې د پولیسو مشر او د پرمختیايي کونسل څلورو غړو ګډون کړی دی.

 

په غونډه کې د کونسل غړو ملک شیرین مالک، فرمان الله میراخېل، ملک احسان الله او مولانا عبدالغفار قریشي د بنو د امنیتي وضعیت، ولسي ستونزو او پرمختیايي اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

 

د غونډې ګډونوالو په ضلعه کې د امن ټینګښت د ولسي ستونزو د هواري او پرمختیايي کارونو لپاره مهم بللی او ټینګار یې کړی چې اړوندې ادارې باید د خلکو د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي.

 

چارواکو ویلي چې په بنو کې د صفایۍ د انتظاماتو د ښه کولو او د غیرقانوني قبضو د ختمولو لپاره اقدامات روان دي او له دغو کارونو وروسته به پرمختیايي منصوبې نورې هم چټکې کړل شي.

 

د غونډې پر مهال د خلکو لپاره د بنیادي اسانتیاوو پر برابرولو، د پرمختیايي منصوبو پر عملي کولو او د ضلعي انتظامیې، پولیسو او د پرمختیايي کونسل د غړو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې شوې دي.

 

غونډې ته ویل شوي چې د خېبر پښتونخوا د بنو په ګډون ۱۲ ضلعو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د دغو ضلعو د پرمختګ، د ولسي ستونزو د هواري او د بنیادي اسانتیاوو د ښه کولو لپاره ځانګړي پرمختیايي پیکجونه اعلان شوي دي.

 

خو په خپرو شوو معلوماتو کې دا نه دي ویل شوي چې د بنو لپاره څومره پیسې ځانګړې شوې، کومې منصوبې به عملي کېږي او کارونه به یې کله پیلېږي.

 

د غونډې ګډونوالو ویلي چې د امنیت د ټینګښت، د ولسي ستونزو د هواري او د پرمختیايي کارونو د پرمخ وړلو لپاره به د پوځي او ملکي ادارو او د سیمې د استازو ترمنځ همکاري دوام ولري.