اسلام اباد (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ملي او اقتصادي امنیت د څانګې له مشر توماس بیري سره د سیمې پر روانو حالاتو، امنیتي وضعیت او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

 

محمد صادق پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې یې له برتانوي چارواکي سره د سیمې پر وروستیو پرمختګونو، امنیتي مسایلو او هغو موضوعاتو خبرې کړې دي چې د دواړو هېوادونو لپاره اهمیت لري.

 

نوموړي د خبرو نور جزییات نه دي ورکړي او دا یې هم نه دي ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي سرحدي تاوتریخوالي خبرې شوې دي که نه. دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د امنیتي پېښو او سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي.

 

پاکستان پرله‌پسې تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي. د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد کارولو ته نه پرېږدي.

 

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو سرحدي نښتو او د تګ راتګ د لارو تړل کېدو د پولې دواړو غاړو ته د سوداګرو او عامو خلکو ستونزې هم زیاتې کړې دي.

 

برتانیا له پاکستان سره د امنیت، سوداګرۍ او د ترهګرۍ پر ضد د همکاریو اړیکې لري. دغه هېواد د افغانستان امنیتي او سیاسي وضعیت هم له نږدې څاري.

 

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته برتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د افغانستان په اړه یې خپلې سفارتي هڅې روانې ساتلې دي.

 

محمد صادق په خپل بیان کې دا نه دي روښانه کړي چې له برتانوي چارواکي سره یې د افغانستان په اړه کومه ځانګړې غوښتنه کړې او یا دواړه لوري کومې موافقې ته رسېدلي دي که نه. د دې لیدنې دقیق ځای او نېټه هم نه دي ښودل شوي.