کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان په قلعه عبدالله ضلعه کې د وسله والو کسانو له خوا پر یو کلي د برید په غبرګون کې د سیمې د اوسېدونکو احتجاج درېیمې ورځې ته غځېدلی او له امله یې د کوټې چمن ملي لویه لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د پولیسو په وینا، د قلعه عبدالله ضلعې د ګلستان سیمې په غرنۍ سیمه تنګ مسیزۍ کې وسلهوالو کسانو پر یو کلي برید کړی، چې په پایله کې یې پلار او زوی وژل شوي او یو بل کس تښتول شوی دی.
پولیس وايي، د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته د قلعه عبدالله د پولیسو مشر خلیل احمد بګټي په مشرۍ امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، وسلهوال کسان د عملیاتو پر مهال له سیمې تښتېدلي او د پنجپای پر لور تللي دي. پولیس زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال یې د وسلهوالو کسانو یو پټنځای سوځولی، یو موټر او ځینې نور مهم شواهد یې هم ترلاسه کړي دي.
بلخوا، د پېښې په غبرګون کې د وژل شویو پلار او زوی مړي د میزۍ اډې په سیمه کې د کوټې چمن پر لویه لار اېښودل شوي او د سیمې خلکو احتجاجي پرلت وهلی دی. احتجاج کوونکي د تښتول شوي کس د سمدستي راخوشې کولو او د برید د عاملانو پر ضد د اقدام غوښتنه کوي.
د قلعه عبدالله مرستیال کمېشنر او نورو لوړپوړو چارواکو له احتجاج کوونکو سره د خبرو اترو هڅې کړې دي، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې او لویه لار د درېیمې ورځې لپاره هم تړلې ده.
د لویې لارې د بندېدو له امله د کوټې او چمن ترمنځ سفر کوونکي سلګونه مسافر، چې ښځې، ماشومان او سپینږیري هم پکې شامل دي، په لاره کې بند پاتې دي. یو شمېر مسافر وايي، د لارې د اوږدې بندېدو له امله د خوراک او څښاک او نورو اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې هم له ستونزو سره مخ دي.
مسافر او د سیمې اوسېدونکي له حکومته غواړي چې له احتجاج کوونکو سره خبرو اترو ته چټکتیا ورکړي، د تښتول شوي کس د راخوشې کولو او د هغوی د غوښتنو د منلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو لویه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.


نعيم اچکزئي