اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د سېنېټ یوې ذیلي کمېټۍ د پخوانیو قبایلي سیمو او پاټا لپاره د ټیکس د معافیت په نظام کې د ممکنه بې قاعدګیو په اړه له اېف بي آر او وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف آی اې) څخه د امپورټ شوو توکو، بانکونو او ټیکسونو بشپړ ریکارډ غوښتی دی.
د نومبر په دویمه د سېنېټر سیف الله ابړو په مشرۍ د کمېټۍ په غونډه کې ویل شوي چې د دې نظام له لارې د شاوخوا ۱۱۲۰ اربه روپیو په ارزښت امپورټ شوي توکي تر څېړنې لاندې دي.
چارواکو کمېټۍ ته ویلي چې د ۳۸۹ اربه روپیو په ارزښت د توکو د استعمال سندونه او اړوند ریکارډ ترلاسه شوی، خو د پاتې توکو د استعمال او پرې د لګېدونکو ټیکسونو په اړه لا نورو معلوماتو ته اړتیا ده. د غونډې د معلوماتو له مخې، ۱۰۸ شرکتونو ته د توکو د استعمال ۲۲۳ سندونه ورکړل شوي دي.
کمېټۍ ته دا هم ویل شوي چې ۵۱۲ شرکتونو ته نوټسونه لېږل شوي، خو ځینو یې غوښتل شوی ریکارډ نه دی وړاندې کړی. د ۵۸ شرکتونو په اړه چارواکو ویلي چې لېږل شوي لیکونه یې بېرته راغلي یا شرکتونو له اخستلو انکار کړی دی.
د اېف بي آر چارواکو ویلي چې په دې قضیه کې ۳۵ درخواستونه پېښور های کورټ ته وړاندې شوي او ۱۷۴ شرکتونو د تحقیقاتو پر ضد له عدالت څخه رجوع کړې ده.
سېنېټر سیف الله ابړو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې په دوو ورځو کې د امپورټ شوو توکو، د هغو د استعمال، بانکي معاملاتو او ټیکسونو بشپړ ریکارډ کمېټۍ ته وړاندې کړي. په غونډه کې د ممکنه مالي زیان په اړه هم خبرې شوې دي.
چارواکو د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ اربه روپیو پورې د ممکنه ټیکسونو او مالي زیان اټکل یاد کړی، خو کمېټۍ ټینګار کړی چې کره اندازه دې د اسنادو له بشپړې ارزونې وروسته معلومه شي.
کمېټۍ د پنځو مهمو شرکتونو په اړه د نومبر تر نهمې د تفصیلي راپور غوښتنه هم کړې ده. د دې قضیې په تړاو په پېښور های کورټ کې د نومبر پر ۱۲مه د عدالتي کارروایۍ نېټه هم یاده شوې ده.


شال نیوز