غزني (شال نیوز) : د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ د عمرخېلو کلي د یوه اوسېدونکي د وژل کېدو له امله د دوو قومونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه، د غزني ولایت مقام او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسولینو په منځګړیتوب د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو په هڅو حل او فصل شوه.

 

د غزني مرستیال والي او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس  مولوي جان محمد حاجی مؤمن په خپلو خبرو کې د قومونو ترمنځ د شخړو د حل او د دوستۍ او ورورولۍ پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي چې ورته ستونزې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کړي.

 

نوموړو د دیني عالمانو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هڅې وستایلې، چې د دوی د منځګړیتوب او پرله‌ پسې هلو ځلو په پایله کې دواړه لوري روغې جوړې او موافقې ته ورسېدل. وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس د روغې جوړې پرېکړه‌ لیک دواړو لورو ته واوراوه او یاده شخړه په دوستۍ بدله شوه.

 

د غونډې په پای کې د دواړو لورو استازو د اسلامي امارت له مسؤلینو، په ځانګړي ډول د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له هڅو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې خپلمنځي دوستي، ورورولي او ښه ګاونډیتوب به پیاوړی ساتي، دواړو لوریو یو بل ته د دوستۍ غېږې پرانیستې.