کابل (شال نیوز) : د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په کابل کې یې د ملګرو ملتونو، نړیوالو موسسو، تمویلوونکو ادارو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل لومړیتوبونه شریک کړي دي.

 

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دا غونډه د نومبر په دویمه د کابل په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه او موخه یې دا وه چې د نړیوالو ادارو راتلونکې مرستې او پراختیايي پروژې د چاپېریال ساتنې له اړتیاوو سره همغږې شي.

 

په غونډه کې د اقلیمي بدلونونو د معلوماتي نظام فعالول، د شنو خونو د ګازونو د خپرېدو د معلوماتو راټولول، د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانونو ارزونه او د چاپېریال ساتنې لپاره د څېړنیزو مرکزونو جوړول د مهمو لومړیتوبونو په توګه یاد شوي دي.

 

د نیالګیو کېنول، د شنو سیمو پراخول، د هایدروکاربنونو په اړه د معلوماتو راټولول او د اوزون طبقې ته زیان رسوونکو موادو د څارنې د نظام پیاوړي کول هم په دغو لومړیتوبونو کې شامل دي.

 

د طالبانو د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نړیوالو موسسو او تمویلوونکو ادارو استازو د لومړیتوبونو د شریکولو هرکلی کړی او د راتلونکو مرستو د همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

 

خو په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې کومو نړیوالو ادارو په غونډه کې ګډون کړی، د دغو پروژو لپاره څومره پیسې په پام کې نیول شوې او یا د عملي کېدو لپاره یې کوم مهال‌وېش ټاکل شوی دی.

 

د نړیوالو موسسو له لوري د دغو لومړیتوبونو د منلو او د مالي مرستو د ژمنو په اړه خپلواک تایید هم نه دی وړاندې شوی.