هنګو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د هنګو ضلعې د دوآبې تاڼې په حدودو کې د سروخېل په سیمه کې د یوې کورنۍ د شپږو وژل شوو کسانو جنازې د شپې ادا شوې دي.

 

د دوابې ایس ډي پي او امجد حسین ویلي چې د پېښې مقدمه د وژل شوي نور رحمان د پلار مسید خان په درخواست د نامعلومو کسانو پر ضد درج شوې ده.

 

د نوموړي په وینا، د هنګو ضلعي پولیس افسر د پېښې د پلټنو لپاره شپږ کسیزه ډله جوړه کړې ده چې د وژنو د علت او په پېښه کې د ککړو کسانو د معلومولو لپاره کار کوي.

 

امجد حسین ویلي چې پولیس د پېښې له هر اړخه پلټنې کوي، خو تر اوسه یې د برید کوونکو په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي. هغه هیله څرګنده کړې چې پولیس به ډېر ژر تورنو کسانو ته ورسېږي.

 

د نومبر په دویمه د هنګو د سروخېل په سیمه کې د نور رحمان په کور کې د ډزو له امله د هغه په ګډون د یوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي وو. په وژل شوو کې نور رحمان، د هغه دوې مېرمنې مریم بي بي او حمزه بي بي، دوې لوڼې، ۱۵ کلنه جمیله او یو کلنه عفرا بي بي، او څلور کلن زوی فهد شامل وو.

 

پولیسو تر اوسه د دغو وژنو علت نه دی څرګند کړی او نه یې هم په دې تړاو د چا د نیولو خبر ورکړی دی.