کابل (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځ د ویاند، احمدشریف چودري د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان د پاکستان له جوړېدو څو پېړۍ وړاندې یو دولت و.

 

د پاکستاني پوځ ویاند احمد شریف چودري په یوه مرکه کې ادعا کړې: “افغانستان یو دولت نه دی، بلکې د یوې غیردولتي ډلې له لوري اداره کیږي.”

 

زلمي خلیلزاد پر خپل ایکس ویلي چې د چودري دغه ادعا د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ ناسمه ده. هغه دغه راز له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپله ګواښوونکې او ناکامه تګلاره بدله کړي.

 

د خلیلزاد په خبره، دواړه هېوادونه یوبل ته اړتیا لري او باید د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وکړي. د پاکستان حکومت تراوسه د خلیلزاد یادو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.