باجوړ (شال نیوز) : د باجوړ ضلعې د برنګ تحصیل په اصیل ترغاو سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، دغه کس په چاودنه کې سخت ژوبل شوی و او د علاج لپاره روغتون ته رسول شوی و، خو هلته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. پولیس وايي، د وژل شوي کس نوم واحد، د محمد زوی او د سیاه مینې اوسېدونکی و.

 

ډي اېس پي هنر خان د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پولیسو د چاودنې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ماین چا ځای پر ځای کړی و او هدف یې څوک و.