کابل (شال نیوز) : د ښځو د ازادۍ شبکې په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د بندیزونو د پنځو کلونو پوره کېدو په مناسبت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغو بندیزونو د ختمولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
دې شبکې د نومبر په درېیمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې میلیونونه افغان نجونې له تعلیم، شخصي پرمختګ او په ټولنیز ژوند کې له برخې اخستو بې برخې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو له تعلیم څخه محرومیت یوازې تعلیمي ستونزه نه ده، بلکې یوه داسې انساني او ټولنیزه مسئله ده چې اغېزې یې د افغانستان د راتلونکو نسلونو ژوند هم اغېزمنولای شي.
د ښځو د ازادۍ شبکې ویلي چې د سختو محدودیتونو او لږو امکاناتو باوجود یې د افغانستان په څو ولایتونو کې د نجونو لپاره د زده کړو، مسلکي مهارتونو او په کورونو کې د تعلیمي پروګرامونو د برابرولو هڅې کړې دي.
شبکه وايي، هغو نجونو ته یې د رواني او ټولنیز ملاتړ د برابرولو هڅې هم کړې چې د تعلیم د بندیزونو له امله له ستونزو سره مخ دي. شال نیوز د دغو پروګرامونو د فعالیتونو په اړه خپلواک معلومات نه لري.
دې شبکې له ملګرو ملتونو، یونسکو، یونیسف او د بشري حقونو له نړیوالو ادارو پوښتنه کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د افغان نجونو د تعلیم د بیا پیلولو لپاره کوم عملي او اغېزمن ګامونه اخستي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې یوازې د اندېښنو څرګندول او د بیانونو خپرول کافي نه دي او نړیواله ټولنه باید د نجونو د تعلیم د بیا پیلولو لپاره څرګند او د ارزونې وړ اقدامات وکړي.
شبکې غوښتنه کړې چې د نجونو پر تعلیم بندیزونه ختم، ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانستل شي او د هغو خپلواکو تعلیمي پروګرامونو مالي او تخنیکي ملاتړ وشي چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابروي.
د ښځو د ازادۍ شبکې په اعلامیه کې ویلي: «موږ خواخوږي نه غواړو، موږ عدالت، انساني کرامت او د افغان نجونو د اساسي حقونو پلي کېدل غواړو.»
په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم محدودیتونه ولګول او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې د ښځو پر پوهنتوني زده کړو هم بندیز ولګاوه.
طالب چارواکو تر دې وړاندې د نجونو د تعلیم د بندیزونو د دفاع لپاره بېلابېل دلیلونه وړاندې کړي، خو تر اوسه یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو نېټه نه ده اعلان کړې.
د ښځو د ازادۍ شبکې ویلي چې د افغان نجونو د تعلیم حق باید د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي او د دغه حق د بېرته ترلاسه کولو لپاره دې عملي هڅې وشي.


شال نیوز