یورپي هېواد فنلنډ د نړۍ ناواده کړو ښځو او سړیو ته بلنه ورکړې چې دغه هېواد ته د څلورو ورځو په وړیا سفر کې د ګډون لپاره درخواستونه ورکړي. د دې سفر پر مهال به ګډونوال د فنلنډ له ناواده کړو کسانو سره د پېژندګلوۍ او د ژوند د ملګري د موندلو موقع ولري.

 

د فنلنډ د سیاحت ادارې دغه پروګرام د «فنلنډ د ماښام ډوډۍ ملاقات» په نوم پیل کړی چې ټاکل شوې د ۲۰۲۷ کال د فبرورۍ له نهمې تر نولسمې نېټې پورې د هلسینکي او تامپېرې په سیمو کې ترسره شي.

 

د ادارې د معلوماتو له مخې، له ټولې نړۍ څخه به ۱۶ ناواده کړي کسان د دې سفر لپاره غوره کېږي او په دوو اتو کسیزو ډلو به وېشل کېږي.

 

د غوره شوو کسانو د الوتکې ټکټونه، د استوګنې، خوراک څښاک او سیاحت ټول لګښتونه به د پروګرام جوړوونکي ورکوي.

 

ګډونوال به د څلورو ورځو په ترڅ کې د فنلنډ له ناواده کړو ښځو او سړیو سره د ماښام ډوډۍ په ځانګړو ملاقاتونو کې برخه اخلي. دوی به د دغه هېواد دودیز خواړه خوري، له کلتور او ژوند سره به یې بلدېږي او د یو بل د پېژندلو موقع به ترلاسه کوي.

 

د پروګرام موخه دا ده چې د بېلابېلو هېوادونو ناواده کړي کسان له فنلنډي خلکو سره وپېژندل شي او ښايي د دغو ملاقاتونو په ترڅ کې د ژوند لپاره مناسب ملګری هم ومومي.

 

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د سفر ټول لګښتونه به وړیا وي، خو یوازې ۱۶ کسان به پکې د ګډون لپاره غوره کېږي.