پېښور: د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په پېښور کې د فاټا ډیجیټل کنونشن پر مهال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په اړه ویلي، چې تېره ورځ یې په قامي اسمبلۍ کې د خبرو پر مهال نوموړی هسې تښنولی و، خو حیران په دې دی چې غوسه یې یوه ورځ وروسته ورغله.
د نومبر په ۲ مه د پېښور په فاټا ډیجیټل کنونشن کې د نوموړي په خپله وینا کې د قبایلي سیمو د معدني زېرمو په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل، چې د ګورنر راج او بېړني حالت له لګېدو وړاندې یې هم د دې موضوع په اړه خبرې کولې.
مولانا فضل الرحمن وویل، دوی په پاکستان کې د بهرنیو شرکتونو له پانګونې سره مخالفت نه لري، خو د هېواد د معدني زېرمو په اړه باید د ملي ګټو ساتنه وشي.
هغه زیاته کړه، د چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) یوازې د سړکونو پروژه نه ده، بلکې صنعتي سیمې، د برېښنا تولید او د لېږد پروژې هم پکې شاملې دي. د نوموړي په وینا، د چین پانګونه له خنډونو سره مخ شوې او دې چارې چین ناهیلی کړی دی.
د جمعیت علمای اسلام مشر ادعا وکړه چې د چین د پانګونې پر ځای اوس امریکا د قبایلي سیمو د معدني زېرمو په برخه کې لېوالتیا ښيي او د دې موضوع په اړه یې د امریکايي چارواکو څرګندونې هم اورېدلې دي.
مولانا فضل الرحمن تور پورې کړ چې ځینې پاکستانی سیاستوال د ملي شتمنیو په معاملو کې تر هر څه وړاندې خپلې شخصي ګټې او د بهرنیو هېوادونو ګټې په پام کې نیسي.
نوموړي د خیبر پښتونخوا په حکومت د ګورنر راج او بېړني حالت لګول هم تر پوښتنې لاندې راوستل او ویې ویل، د ترهګرۍ په نوم دا ګامونه واخیستل شول، خو د ګورنر راج او بېړني حالت له لګېدو وروسته د ترهګرۍ موضوع شاته پاتې شوه او د معدني زېرمو بحث راپورته شو.


شال نیوز