د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي چې په زابل، بامیانو او کونړ ولایتونو کې د کورنیو ترمنځ درې شخړې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب حل شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د زابل ولایت د مرکز قلات او د کندهار د دامان ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ اووه کلنه دښمني پای ته رسېدلې ده. په دې دښمنۍ کې د دواړو خواوو دوه کسان وژل شوي وو.
د زابل د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشرۍ د دواړو ولایتونو چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو د دغو کورنیو ترمنځ جرګه کړې ده.
وزارت وايي، د جرګې په پرېکړه کې دواړو کورنیو منلې چې له دې وروسته به له دښمنۍ او غچ اخستنې لاس اخلي. دا پرېکړه هم شوې چې که کوم لوری له هوکړې سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره کېږي.
بلخوا د بامیانو ولایت د مرکز اړوند په سیداباد سیمه کې هم د څو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه د یوې جرګې له لارې حل شوې ده.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي چې دغه شخړه څه موده وړاندې د ځمکې پر سر راپورته شوې وه او د څو کورنیو ترمنځ یې اختلافات پیدا کړي وو.
د وزارت په وینا، د بامیانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د آمریت مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو له ښکېلو کورنیو سره خبرې کړې او د روغې جوړې پرېکړه یې کړې ده.
وزارت وايي، دواړو خواوو دا پرېکړه منلې او د عملي کولو ژمنه یې کړې ده.
همداراز، د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۸ کلنه دښمني، چې دوه کسان پکې وژل شوي وو، د طالب چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په پخلاینه پای ته رسېدلې ده.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه دښمني د چپې درې ولسوالۍ د ګل سلک کلي د دوو کورنیو ترمنځ له یوې فزیکي شخړې وروسته پیل شوې وه، چې په ترڅ کې یې دوه کسان وژل شوي وو.
د وزارت په وینا، د کونړ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي تحمیدالله غازي، سیمهییزو چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د دواړو کورنیو ترمنځ د روغې جوړې لپاره هڅې کړې دي.
د دغو هڅو په نتیجه کې د دواړو کورنیو استازي یوې غونډې ته راغوښتل شوي وو، چې پکې د پخوانۍ دښمنۍ د ختمولو او د راتلونکو شخړو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو له دواړو کورنیو وغوښتل چې پخوانۍ دښمني هېره کړي او خپلې ستونزې د خبرو او جرګو له لارې هوارې کړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د غونډې په پای کې د دواړو کورنیو ترمنځ د روغې جوړې پرېکړه وشوه او د دواړو خواوو غړو یو بل ته غاړې ورکړې.
چارواکو ویلي چې دواړو کورنیو دغه پرېکړه منلې او ژمنه یې کړې چې له دې وروسته به له یو بل سره د دښمنۍ پر ځای په سوله کې ژوند کوي.
په خپرو شویو معلوماتو کې دا نه دي ویل شوي چې د دغې ۲۸ کلنې دښمنۍ په تړاو مخکې کومې عدالتي پرېکړې شوې وې او که نه.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کورنیو او قومونو ترمنځ د ځمکو، اوبو، شخصي اختلافونو او وژنو له امله رامنځته شوې شخړې ډېری وخت د قومي جرګو او سیمهییزو مشرانو په منځګړیتوب هوارېږي.


شال نیوز