د خېبر پښتونخوا د ګورنر د تعلیم سلاکار ډاکټر عامر عبدالله د درسي نصاب د ارزونې، د زده کوونکو د تعلیمي وړتیا د معلومولو او د تعلیم د معیار د ښه کولو لپاره د عملي ګامونو پورته کولو لارښوونه کړې ده.
د نومبر په دویمه په پېښور کې د نصاب او د استادانو د روزنې ادارې د کارونو په اړه یوې غونډې ته د ادارې مشر ګوهر علي خان معلومات ورکړل.
د سرکاري خبرپاڼې له مخې، ډاکټر عامر عبدالله پوښتنه کړې چې د خېبر پښتونخوا ټېکسټ بک بورډ ولې د درسي کتابونو مواد د ارزونې لپاره په ټاکلي وخت اړوندې ادارې ته نه دي سپارلي. هغه چارواکو ته لارښوونه کړې چې د ځنډ علتونه معلوم کړي.
نوموړي د زده کوونکو د تعلیمي وړتیا د معلومولو لپاره د پوښتنو د یوه منظم نظام پر جوړولو هم ټینګار کړی دی.
د دغه نظام له مخې به د بېلابېلو ټولګیو د زده کوونکو د پوهې او زده کړو د کچې معلومولو لپاره له مخکې تیارې شوې پوښتنې کارول کېږي.
ډاکټر عامر عبدالله چارواکو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې د دغه نظام د عملي کولو لپاره داسې طرحه جوړه کړي چې د زده کوونکو ارزونه پرې اسانه او په لږ لګښت ترسره شي.
هغه ویلي چې په ابتدايي او ثانوي ښوونځیو کې د دغه نظام د پلي کولو په اړه به د تعلیم له سېکرټري سره هم خبرې وکړي.
په غونډه کې د خېبر پښتونخوا د سړو سیمو په ښوونځیو کې د زده کوونکو د ارزونې په ازموینو کې د کم ګډون موضوع هم وڅېړل شوه. د تعلیم سلاکار لارښوونه کړې چې له هغو ښوونځیو څخه دې یو شمېر وټاکل شي چې په ازموینو کې یې د زده کوونکو ګډون له ۵۰ سلنې کم و.
هغه ویلي چې د زده کوونکو د کم ګډون د علتونو معلومولو لپاره دې پلټنه وشي او په دریو اوونیو کې دې راپور وړاندې شي. ډاکټر عامر عبدالله د تعلیمي بورډونو د ګډې علمي شورا د غونډو په اړه هم تفصیلي معلومات غوښتي دي.
هغه ویلي چې په راپور کې دې د تېر کال د غونډو شمېر، په دغو غونډو کې شوې پرېکړې او د روان کال د غونډو مهالوېش شامل وي. د تعلیم سلاکار د استادانو د روزنې او د زده کوونکو د تعلیمي ارزونې لپاره د اړینو پیسو د برابرولو پر لارو چارو هم د غور غوښتنه کړې ده.
په غونډه کې د تعلیم د محکمې لوړپوړو چارواکو او د نصاب د ادارې استازو ګډون کړی و. د سرکاري خبرپاڼې له مخې، د زده کوونکو د ارزونې د نوي نظام د پلي کېدو لپاره لا کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.


شال نیوز