د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کي خبریالان د حقیقت د رابرسېره کولو له امله له ګواښونو، بریدونو او وژنو سره مخ دي، خو د دغو جرمونو ډېری عاملان له سزا پرته پاتې کېږي.

 

ګوترش د نومبر دویمې، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د بې‌سزا پاتې کېدو د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې خبریالان د حقیقت ویلو له امله درنه بیه پرې کوي.

 

نوموړي ویلي، کله چې خبریالان په نښه کېږي او د هغوی د راپورونو د خپرېدو مخه نیول کېږي، زیان یې ټولې ټولنې ته رسېږي.

 

هغه له حکومتونو غوښتي چې د خبریالانو خوندیتوب یقیني کړي، د هغوی پر وړاندې د جرمونو پلټنه وکړي او عاملان یې عدالت ته وړاندې کړي.

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې هم د دې ورځې په مناسبت ویلي چې خبریالان د سولې، خبرو اترو او ښې حکومتولۍ په پیاوړتیا کي مهم رول لري.

 

هغې ویلي چې ښځینه او نارینه خبریالان خلکو ته د معلوماتو رسولو لپاره کار کوي او خوندیتوب یې باید په افغانستان او نورو هېوادونو کي لومړیتوب ولري.

 

بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران ویلي چې دغه وزارت د خبریالانو د خوندیتوب او معلوماتو ته د هغوی د لاسرسي لپاره له حکومتي ادارو سره همکاري کوي.

 

غفران ویلي چې د رسنیو د کار پر مهال د رامنځته کېدونکو ستونزو د څېړلو او هوارولو لپاره هم له رسنیزو ادارو سره په اړیکه کي دي.

 

دا په داسې حال کي ده چې د خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو ادارو په افغانستان کي د رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو، د خبریالانو د نیولو او د ښځینه خبریالانو د کار پر وړاندې د ستونزو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

 

په همدې حال کي د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان، یونسکو، ویلي چې په نړۍ کي د خبریالانو د وژنو ۸۶ سلنه قضیې لا هم نه دي حل شوې او عاملانو ته یې سزا نه ده ورکړل شوې.

 

یونسکو د نومبر دویمې په مناسبت ویلي چې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو بڼې بدلې شوې دي، خو د هغوی د وژنو د عاملانو بې‌سزا پاتې کېدل لا هم یوه جدي ستونزه ده.

 

دغه سازمان ویلي چې د خبریالانو د وژنو د قضیو نه حل کېدل د رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب له خطر سره مخ کوي او د خبریالانو پر ازاد کار ناوړه اغېز کوي.

 

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۳ کال کي د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د بې‌سزا پاتې کېدو د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.

 

دا ورځ په مالي کي د دوو فرانسوي خبریالانو د وژل کېدو له پېښې سره تړاو لري.

ملګري ملتونه هر کال په دې ورځ له حکومتونو غواړي چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو پلټنه وکړي، عاملان یې محاکمه کړي او خبریالانو ته د خوندي کار زمینه برابره کړي.