واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا په تېرو وختونو کې د جګړې د ګټلو لپاره جګړه نه کوله، بلکې یوازې یې د مرګ‌ژوبلې د زغملو موخه لرله.

 

نوموړي د امریکا پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه کړې او ویلي یې دي: "موږ کولای شوای په افغانستان کې جګړه وګټو. ما کولای شوای دغه جګړه په درېیو اوونیو کې وګټم. همدارنګه مې د ویتنام جګړه په یوه اوونۍ کې ګټلای شوه."

 

ټرمپ چې د ایران په اړه خبرې کولې، درې ځله يې د افغانستان نوم یاد کړی او په دغه هېواد کې یې د امریکا د اوږدې جګړې یادونه کړې ده.

 

نوموړي ویلي، له ایران سره د امریکا نرم چلند د دې لامل شوی چې تر اوسه یې د دغه هېواد کار پای ته نه دی رسولی.

 

هغه ټینګار کړی چې ایران په ناوړه وضعیت کې دی او امریکا به اړ شي چې په یو وخت کې پرې سخت ګوزار وکړي.

 

په افغانستان کې د امریکا جګړه د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي چې لږ تر لږه د ۲۴۶۱ امریکايي سرتېرو ژوند یې اخیستی دی.

 

ډونالډ ټرمپ څو ځله د افغانستان پر جګړه او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي ناخوښي څرګنده کړې ده.

 

نوموړی باور لري چې امریکا کولای شوای په افغانستان کې جګړه په ډېر باعزته ډول پای ته ورسوي او خپلې پوځي وسلې هم له دغه هېواده وباسي.

 

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د شاوخوا اووه میلیارد ډالرو په ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات پاتې شوي چې طالبان واک ته تر رسېدو وروسته پرې واکمن شوي دي.

 

طالبانو د امریکايي وسلو د بېرته سپارلو په اړه د امریکا غوښتنه رد کړې ده.