د هند په شمال ختیز منیپور ایالت کي په دوو جلا پېښو کي د کوکي قوم پنځه کسان وژل شوي دي. د دغو وژنو په غبرګون کي احتجاجونه شوي او په ځینو سیمو کي د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې دي.
پولیس وايي چې درې کسان د اکتوبر پر ۳۱مه د نوني په ضلعه کي د وسله والو ترمنځ د ډزو پر مهال وژل شوي، په داسي حال کي چې د دوو نورو کسانو مړي د نومبر پر لومړۍ نېټه د امنیتي ځواکونو د پلټنو پر مهال موندل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نوني ضلعې د کېکرو ناګا په کلي کي د نامعلومو وسله والو ترمنځ ډزې شوې چې څو ساعته یې دوام کړی دی.
پولیسو ویلي چې په دغو ډزو کي د کوکي قوم درې کسان وژل شوي، خو تر اوسه یې د وسله والو هویت او د نښتې اصلي لامل نه دی څرګند کړی.
مقامي سرچینو ویلي چې وژل شوي کسان د خپلو کلیو د ساتنې له رضاکارو سره تړاو درلود، خو پولیسو دا نه ده تایید کړې چې هغوی په کومه وسله واله ډله پوري تړلي وو.
د وژل شویو کسانو نومونه تهنګلېنسانګ سنګسون، تهنګخوسي هاوکېپ او لامینسانګ کېپګېن ښودل شوي دي.
په یوه بله پېښه کي د کوکي قوم د دوو ځوانانو مړي د سېناپتي ضلعې په یوه غرنۍ سیمه کي موندل شوي دي. دغه ځوانان د کانګپوکپي ضلعې د تافو کوکي له کلي ورک شوي وو.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، وژل شوي ځوانان پاوګینلال هانګسنګ او ټینګینلون چونګلوي نومېدل او دواړه شاوخوا شل کلن وو.
د هغوی له ورکېدو وروسته پولیسو او امنیتي ځواکونو د موندلو لپاره ګډ عملیات پیل کړي وو.
په دغو عملیاتو کي د منیپور پولیسو، د هند د مرکزي ریزرف پولیسو، اسام رایفلز او نورو امنیتي ادارو ځواکونو برخه اخستې وه.
د پلټنو پر مهال د دواړو ځوانانو مړي د سېناپتي او کانګپوکپي د ضلعو ترمنځ په غرنۍ سیمه کي وموندل شول.
د هندي رسنیو په وینا، مړي په بوریو کي اچول شوي وو او د هغوی پر بدنونو د تشدد نښې موجودې وې.
د دغو ځوانانو د وژل کېدو له څرګندېدو وروسته په کانګپوکپي کي سلګونه کسان سړکونو ته راووتل او د وژنو د مسؤلو کسانو د نیولو غوښتنه یې وکړه.
احتجاج کوونکو د ضلعې د پولیسو د مشر د دفتر مخې ته مظاهره وکړه. د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ د نښتو پر مهال امنیتي ځواکونو د خلکو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ.
د احتجاجونو له امله د کانګپوکپي په ځینو برخو کي کاروبارونه او شخصي ادارې تړلې پاتې شوې او د دویم نمبر قومي لویې لارې پر ځینو برخو تګ راتګ هم اغېزمن شو.
د کوکي قوم یوې مقامي کمېټې ویلي چې تر هغو به د وژل شویو ځوانانو مړي د خاورو سپارلو لپاره نه اخلي، څو حکومت یې غوښتنو ته ځواب نه وي ویلی.
دغې کمېټې د وژنو د مسؤلو کسانو د نیولو او د سیمې د خلکو د امنیت د خوندي کولو غوښتنه کړې ده.
د منیپور د کوکي قوم مرکزي تنظیم، کوکي انپي منیپور، د دغو وژنو مسؤلیت پر ناګا بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو اچولی دی.
دغه تنظیم په ځانګړي ډول د NSCN-IM او ZUF(K) په نوم وسله والې ډلې تورنې کړې دي چې ګواکي په بریدونو کي یې لاس درلود.
خو پولیسو تر اوسه د دغو ډلو د لاس لرلو پخلی نه دی کړی او د وژنو په تړاو د کوم مشخص وسله وال تنظیم مسؤلیت هم نه دی ثابت شوی.
د کوکي قوم مشرانو ویلي چې حکومت باید په غرنیو سیمو کي د خلکو د ساتنې لپاره امنیتي ګامونه واخلي او د وژنو په اړه خپلواکې پلټنې وکړي.
په منیپور کي د کوکي او ناګا قومونو ترمنځ اختلافونه نوي نه دي. دواړه قومونه چې ډېری وګړي یې عیسویان دي، له څو لسیزو راهیسې د ځمکو، قومي سیمو او سیمه ییز واک پر سر اختلافونه لري.
دغه اختلافونه د روان کال په فبرورۍ کي وروسته له هغې زیات شول چې د ناګا قوم پر یوه سړي د کوکي قوم د ځینو کسانو له خوا د وهلو ادعا وشوه.
د مې په میاشت کي د کوکي قوم درې مذهبي مشران ووژل شول. د هغوی د وژنو پړه پر ناګا وسله والو واچول شوه، خو د دغو تورونو په اړه اختلافونه موجود دي.
له دغې پېښې وروسته د دواړو قومونو ترمنځ د غچ اخیستنې په بریدونو، تښتونو او وژنو کي زیاتوالی راغی.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، د روان کال له فبرورۍ راهیسې د کوکي او ناګا قومونو ترمنځ په نښتو کي له پنځوسو زیات کسان وژل شوي او په ځینو سیمو کي کورونه هم سوځول شوي دي.
د دغو تازه وژنو تر څنګ د منیپور په مرکز امفال او نورو سیمو کي هم پراخ احتجاجونه شوي دي.
احتجاج کوونکو له هندي حکومت څخه غوښتنه کړې چې له کوکي وسله والو ډلو سره د عملیاتو د ځنډولو تړون ختم کړي.
دغه تړون د هند حکومت او ځینو کوکي وسله والو ډلو ترمنځ د وسله والو فعالیتونو د محدودولو لپاره شوی و، خو مخالفین یې وايي چې د تړون له موجودیت سره سره په ایالت کي امنیتي ستونزې نه دي حل شوې.
د منیپور قومي شخړې یوازې د کوکي او ناګا قومونو ترمنځ نه دي محدودې.
د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کي د کوکي او مېتي قومونو ترمنځ هم پراخې نښتې پیل شوې وې. د دغو شخړو یو مهم لامل د مېتي قوم هغه غوښتنه وه چې د هند د قانون له مخې ورته د ځانګړي قبایلي حیثیت او ورسره د تړلو حکومتي اسانتیاوو حق ورکړل شي.
د کوکي قوم ځینو تنظیمونو له دې غوښتنې سره مخالفت کړی و. هغوی اندېښنه لرله چې د مېتي قوم لپاره د دغه حیثیت منل به د غرنیو سیمو پر ځمکو او د قبایلي خلکو پر قانوني حقونو اغېز وکړي.
د دغو اختلافونو له امله د دواړو قومونو ترمنځ نښتې پیل شوې چې وروسته یې د ایالت ګڼې سیمې ونیولې.
د رویټرز د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له مې میاشتې راهیسې په منیپور کي له درې سوه زیات کسان وژل شوي او له شپېتو زرو زیات خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
د دغو بېځایه شویو کسانو لوی شمېر لا هم په لنډمهالو استوګنځایونو کي ژوند کوي او خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره د امنیتي حالاتو د ښه کېدو انتظار باسي.
په ځینو سیمو کي د قومونو ترمنځ د تګ راتګ محدودیتونه او د امنیت په اړه اندېښنې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.
د منیپور پولیسو ویلي چې د تازه وژنو په اړه پلټنې روانې دي او د مسؤلو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره به امنیتي عملیات دوام ولري.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د نوني په ضلعه کي د درېیو کسانو وژل کېدل او د دوو ورکو شویو ځوانانو موندل کېدل له یو بل سره مستقیم تړاو لري او که نه.


شال نیوز