د پېښور پریس کلب ګورننګ باډۍ د کلب د یو غړي حسن علي غړیتوب معطل کړی او د ټولو ملازمینو په میاشتنیو تنخواګانو کي یې د پنځو زرو روپیو زیاتوالي منظوري ورکړې ده.
د نومبر په لومړۍ نېټه د پریس کلب د صدر ایم ریاض په مشرۍ شوې غونډه کي پرېکړه شوې چې د کلب له رسمي واټساپ ګروپونو پرته به د پېښور پریس کلب په نوم جوړ شوي نور ټول ګروپونه ختمېږي.
د پریس کلب د جنرل سیکرټري عالمګیر خان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چې غړي باید خپلې شکایتونه د واټساپ ګروپونو پر ځای د کلب اړوندو ادارو ته وړاندې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، که کوم غړی په دغو ګروپونو کي پر نورو بېبنسټه تورونه ولګوي یا د پریس کلب وقار او ګټو ته د زیان رسولو هڅه وکړي، نو انضباطي کارروایي به ورسره کېږي.
ګورننګ باډۍ په همدې تړاو د حسن علي د غړیتوب د معطلولو پرېکړه په یوه خوله کړې ده. په خبرپاڼه کي د نوموړي دریځ نه دی ورکړل شوی.
د پریس کلب صدر ایم ریاض غونډې ته ویلي چې په خېبر پښتونخوا کي د حکومتي نظام له بدلون سره سره به د پریس کلب د نوې ودانۍ د جوړولو په ګډون په نورو منصوبو کار نه درېږي.
د هغه په وینا، د نوې ودانۍ د جوړولو سمري به ډېر ژر د خېبر پښتونخوا ګورنر ته ولېږل شي.
نوموړي ویلي چې د اطلاعاتو محکمې سیکرټري د خبریالانو د علاج او نورو مالي مرستو د فنډونو د کېسونو د ژر حل کولو ډاډ ورکړی دی.
همداراز د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور د پریس کلب د کلنۍ مالي مرستې د ژر ورکولو او د خبریالانو د ستونزو د حل کولو ژمنه کړې ده.
په غونډه کي د خبریالانو لپاره د شخصي کورونو د منصوبې په اړه هم خبرې شوې دي. ګورننګ باډۍ ته ویل شوي چې د ۲۱ ځایونو له کتنې وروسته د جي ټي روډ او ورسک روډ پر غاړه څلور مناسب ځایونه په ګوته شوي دي.
ګورننګ باډۍ د ځانګړې پلټنې کمېټۍ په سپارښتنه ۳۴ خبریالانو ته د ایسوسی اېټ غړیتوب ورکولو منظوري هم ورکړې ده.
په دغو خبریالانو کي د بي بي سي پښتو سلمان شاه، د عرب نیوز وسیم سجاد، د انادولو حسنین علي او د بېلابېلو نورو رسنیو خبریالان شامل دي.
غونډې د پریس کلب میاشتني حسابونه هم منظور کړي او د الخدمت په مرسته د خبریالانو د ماشومانو لپاره د «بنو قابل» پروګرام، د سندونو د وېش د غونډې او له یونیسف او ایم ایم سي سره د همکاریو د تړونونو ستاینه یې کړې ده.
په غونډه کي د پریس کلب نائب صدر ضیا الحق، جنرل سیکرټري عالمګیر خان، جوائنټ سیکرټري ګلزار خان، فنانس سیکرټري ارشاد علي او د ګورننګ باډۍ غړو شمیم شاهد، عارف یوسفزي، ناصر حسین، عرفان موسیزي، سیف الاسلام سیفي، شاه فیصل او شکیل صدیقي ګډون کړی و.


شال نیوز