د هالېنډ ساحلي ژغورونکو ادارو د شمالي سمندر له یوې بېړۍ څخه د ۳۶ افغانانو په ګډون ۳۸ کسان ژغورلي دي. پولیسو د انسانانو د قاچاق په شک دوه سوډاني وګړي نیولي دي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کسان د اکتوبر پر ۳۱مه د هالېنډ د زیلانډ صوبې د کادزانډ ښارګوټي ته نږدې په سمندر کې موندل شوي دي.
چارواکو ویلي چې د ربړ دغه بېړۍ د برسکېنس ساحل ته نږدې په اوبو کې ولاړه وه او انجن یې کار نه کاوه.
د چارواکو په وینا، په بېړۍ کې له سپرو کسانو سره د ځان ژغورنې واسکټونه نه وو او د کسانو د زیات شمېر له امله یې ژوند له خطر سره مخ و.
د هالېنډ شاهي پوځي پولیسو، ساحلي ساتونکو او د سمندري ژغورنې ادارې د دغو کسانو د ژغورلو لپاره عملیات وکړل او بېړۍ یې د کادزانډ بندر ته ورسوله.
چارواکي وايي، ټول ۳۸ کسان په خوندي توګه ساحل ته رسول شوي او روغتیايي معاینه یې شوې ده. ډاکټرانو دا هم کتلي چې د سمندر د یخنۍ له امله یې د بدن تودوخه تر خطرناکې کچې ټیټه شوې ده او که نه.
د هالېنډ د شاهي پوځي پولیسو په وینا، په ژغورل شویو کسانو کې ۳۶ افغانان او دوه سوډانیان شامل دي چې ټول نارینه دي.
پولیسو ویلي چې دوه سوډانیان یې د انسانانو د قاچاق په شک نیولي او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې شپږ داسې کسان هم شامل دي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي. هغوی د پناه غوښتونکو د نوم لیکنې مرکز ته، چې د هالېنډ په ټېر اپل سیمه کې دی، لېږدول شوي دي.
چارواکو ویلي چې یوه بالغ کس د پناه غوښتنه کړې ده، خو د نورو کسانو قانوني اسناد او د کډوالۍ حیثیت لا هم څېړل کېږي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه کسان له کوم ځای څخه په بېړۍ کې سپاره شوي وو او کوم هېواد ته یې د تګ اراده لرله.
هالېنډي چارواکي وايي، امکان لري چې بېړۍ له فرانسې، بلجیم یا د هالېنډ له کومې ساحلي سیمې څخه روانه شوې وي، خو دا خبره لا نه ده تایید شوې.
د شمالي سمندر له لارې ډېری کډوال هڅه کوي چې له فرانسې او بلجیم څخه برتانیې ته واوړي. په دغه سمندر کې د هوا د خرابوالي، سړو اوبو او د بېړیو د خرابېدو له امله د کډوالو ژوند له خطر سره مخ وي.
د هالېنډ په ساحلي اوبو کې د کډوالو د دومره لوی شمېر لرونکې بېړۍ موندل کم پېښېږي.
هالېنډي چارواکو لا نه دي ویلي چې ژغورل شوي افغانان به په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې اجازه ترلاسه کړي او که به د هغوی په اړه بله قانوني پرېکړه کېږي۔


شال نیوز