د ډېره اسماعیل خان پولیسو په دوو جلا عملیاتو کې دوه کسان د نشه يي موادو او غیرقانوني وسلو د ساتلو په تور نیولي دي.
پولیسو د نومبر پر دویمه ویلي چې د ډېره ټاؤن تاڼې پولیسو په یوه عملیاتو کې اول خان نومی کس نیولی او د هغوی په وینا، له هغه څخه یې دوه کیلو او ۳۸۰ ګرامه چرس، ۲۵۰ ګرامه اپین او یوه تومانچه ترلاسه کړې ده.
په یوه بل عملیاتو کې د کري خېسور تاڼې پولیسو شکور نومی کس د غیرقانوني وسلې د ساتلو په تور نیولی دی. پولیس وايي چې له نوموړي څخه یې یوه تومانچه او مرمۍ ترلاسه کړې دي.
پولیسو ویلي چې د دواړو کسانو پر ضد یې قانوني کارروایي پیل کړې او نورې پلټنې روانې دي.
پر نیول شوو کسانو لګېدلي تورونه لا په عدالت کې نه دي ثابت شوي.


شال نیوز