د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلع کې د پولیو یوه بله پېښه تایید شوې چې ورسره په روان ۲۰۲۶ کال کې په صوبه کې د پولیو د ناروغانو شمېر شپږو ته ورسېد.

په اسلام اباد کې د روغتیا د ملي ادارې (NIH) د پولیو د معایناتو لېبارټرۍ تایید کړې چې د خېبر ضلعې د باړې تحصیل د جانباز بي یونین کونسل یوه ۱۳ میاشتنۍ ماشومه په پولیو ناروغۍ اخته شوې ده.

د پولیو د مخنیوي ادارې د معلوماتو له مخې، دا په روان کال کې په خېبر ضلع کې د پولیو دویمه پېښه ده.

د تازه شمېرې له مخې، سږ کال په خېبر پښتونخوا کې د پولیو شپږ پېښې ثبت شوې دي چې درې یې په بنو، دوه په خېبر او یوه په شمالي وزیرستان کې ده.

د ورکړل شویو رسمي معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په ټول پاکستان کې د پولیو اته پېښې ثبت شوې دي چې شپږ یې په خېبر پښتونخوا او دوه په سند صوبه کې دي.

پولیو یوه ساري ناروغي ده چې زیاتره ماشومان اغېزمنوي او په ځینو حالاتو کې د ټول عمر لپاره د لاسونو یا پښو د شل کېدو سبب ګرځي. روغتیايي چارواکي له کورنیو غواړي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د هر کمپاین پر مهال څاڅکي ورکړي.