د پېښور ضلعي انتظامیې د ورسک روډ پر غاړه د ماربلو ۱۸ کارخانې د چاپېریال د ککړتیا او د ککړو اوبو د ایستلو د مناسب نظام د نشتوالي له امله تړلې دي.
د ضلعي انتظامیې د معلوماتو له مخې، دغو کارخانو د ماربلو د پرې کولو پر مهال ککړې اوبه له پاکولو پرته ویالو او د کرنې نهرونو ته خوشې کولې، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي او کروندګر له ستونزو سره مخ وو.
چارواکي وايي چې د کارخانو ککړو اوبو د ویالو د بندېدو، د سړکونو د خرابېدو او کرنیزو ځمکو ته د زیان رسېدو سبب ګرځېدې.
د پېښور ډپټي کمشنر آفاق وزیر ویلي چې د کارخانو مالکانو ته له دې وړاندې هم د اوبو د پاکولو د نظام د جوړولو او د فلټرېشن پلانټونو د لګولو خبرتیاوې ورکړل شوې وې، خو هغوی د انتظامیې پر لارښوونو عمل نه و کړی.
د نوموړي په وینا، د چاپېریال د ساتنې لپاره به د هغو کارخانو پر ضد قانوني کارروایي کېږي چې د ککړو اوبو د پاکولو انتظام نه لري.
ضلعي انتظامیې تر اوسه د تړل شوو کارخانو نومونه او د هغو کارکوونکو شمېر نه دی څرګند کړی چې د دې پرېکړې له امله اغېزمن شوي دي.
د ماربلو د کارخانو د مالکانو او د صنعت د استازو دریځ هم لا نه دی ترلاسه شوی.
د ککړو اوبو د معاینې نتیجې او دا چې تړل شوې کارخانې به په کومو شرطونو بېرته پرانستل کېږي، هم نه دي څرګند شوي.


شال نیوز