د چین درې لوی هوايي شرکتونه د الوتکو د تېلو د بیو لوړېدو، د کورنیو پروازونو د کم آمدن او خراب موسم له امله له مالي ستونزو سره مخ دي.

 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ایر چاینا، چاینا ایسټرن او چاینا ساوترن د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له مالي ستونزو سره مخ شوي او د دغو شرکتونو د درېیمې ربعې په ګټه کې د پام وړ کمی راغلی دی.

 

د خپرو شویو مالي نتیجو له مخې، د ایر چاینا ګټه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹۲.۶ فیصده او د چاینا ایسټرن ګټه ۹۸.۲ فیصده کمه شوې ده. چاینا ساوترن بیا د روان کال په درېیمه ربعه کې د ۶۰۹ میلیونه یوانو زیان ثبت کړی دی.

 

د مالي شنونکو په وینا، د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د پوځي بریدونو له پیل وروسته د الوتکو د تېلو بیې له دوه چنده زیاتې شوې دي، چې له امله یې د هوايي شرکتونو لګښتونه لوړ شوي دي.

 

دوی وايي، د تېلو لوړې بیې او د مسافرو د ټکټونو کم آمدن د چین د هوايي شرکتونو پر مالي حالت اغېز کړی دی.

 

شنونکي اټکل کوي چې دغه درې واړه شرکتونه ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه هم له مالي زیانونو سره مخ وي. د دغو شرکتونو د روان کال وروستۍ مالي نتیجې لا نه دي اعلان شوې.