امریکا د داسې یوه وړاندیز ملاتړ کوي چې له مخې یې د اوکراین له لارې یورپي هېوادونو ته د روسیې د قدرتي ګازو صادرات بېرته پیل شي. دا هڅې په داسې وخت کې روانې دي چې د ژمي له رارسېدو سره په یورپ کې د انرژۍ د بیو او د ګازو د رسولو په اړه اندېښنې موجودې دي.

امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د امریکايي، یورپي او اوکرایني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې واشنګټن د روسیې او اوکراین ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د اوربند د رامنځته کولو لپاره د روانو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي.

د راپور له مخې، امریکا غواړي هغه پایپ لاینونه بېرته فعال شي چې د اوکراین له خاورې تېرېږي او پخوا یې د روسیې ګاز یورپي هېوادونو ته لېږداوه.

ورځپاڼې لیکلي چې د دغه وړاندیز له مخې به یو امریکايي منځګړی د روسیې د ګازو په خرڅلاو کې برخه ولري او ترلاسه کېدونکې پیسې به په ځانګړي حساب کې ساتل کېږي، څو روسیه یې د اوکراین په جګړه کې ونه لګوي.

د وړاندیز له مخې، اوکراین ته به هم د خپلې خاورې له لارې د ګازو د لېږد په بدل کې پیسې ورکول کېږي.

خو د راپور له مخې، دا وړاندیز د یو شمېر یورپي چارواکو له مخالفت سره مخ شوی دی. یورپي ټولنه غواړي د روسیې پر ګازو خپله تکیه نوره هم کمه کړي او په راتلونکو کلونو کې یې واردات بند کړي.

د روسیې د ګازو صادرات د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې د اوکراین له لارې بند دي. دا لړۍ وروسته له هغې ودرېده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګازو د لېږد پنځه کلن تړون پای ته ورسېد او اوکراین یې د غځولو پرېکړه ونه کړه.

اوکراین هغه مهال ویلي وو چې نه غواړي د خپلې خاورې له لارې د روسیې د ګازو د لېږد په دوام سره مسکو ته د عوایدو ترلاسه کولو لاره برابره کړي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل مخکې، روسیه یورپ ته د قدرتي ګازو له لویو صادرونکو هېوادونو څخه وه. د روسیې ګاز د پایپ لاینونو له لارې جرمني، اتریش، سلواکیا، هنګري او یو شمېر نورو یورپي هېوادونو ته رسېده.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د یورپ د ګازو په بازار کې د روسیې برخه د اوکراین د جګړې له پیل مخکې له شاوخوا ۴۵ سلنې څخه اوس نږدې ۱۱ سلنې ته راټیټه شوې ده.

یورپي هېوادونو په تېرو څو کلونو کې له امریکا، ناروې او نورو هېوادونو څخه د ګازو واردات زیات کړي دي. په ځانګړي ډول د امریکا مایع قدرتي ګاز د یورپ د انرژۍ په بازار کې مهم ځای نیولی دی.

سره له دې، ځینې یورپي هېوادونه لا هم د روسیې ګاز اخلي او د انرژۍ د رسولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د امریکا د وړاندیز عملي کېدل به د روسیې، اوکراین او اړوندو یورپي هېوادونو ترمنځ موافقې ته اړتیا ولري. د ګازو د لېږد د لارو پرانیستل یوازې اقتصادي موضوع نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو له سیاسي او امنیتي اختلافونو سره هم تړاو لري.

د راپور له مخې، روسیې تر اوسه د انرژۍ په برخه کې د وړاندیز شوي اوربند منلو ته غاړه نه ده ایښې.

دا هم نه ده څرګنده چې اوکراین به د کومو شرطونو له مخې د خپلې خاورې له لارې د روسیې د ګازو د صادراتو بیا پیل ومني.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې د وال سټریټ ژورنال په راپور کې خپاره شوي معلومات یې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.

تر اوسه د روسیې، اوکراین او یورپي هېوادونو ترمنځ د ګازو د صادراتو د بیا پیل په اړه کومه وروستۍ موافقه نه ده اعلان شوې او نه هم د صادراتو د بېرته پیل لپاره کومه نېټه ټاکل شوې ده.