د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له پلاوي سره په غونډه کې د روغتیايي مرکزونو او سړکونو د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا غونډه د نومبر پر لومړۍ نېټه د وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مفتي شفیع الله ثاقب په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو پکې ګډون کړی و.
په غونډه کې د شریعت د احکامو پر پلي کولو، د ناوړه دودونو پر مخنیوي او د خلکو او سیمه ییزې ادارې ترمنځ پر همغږۍ خبرې شوې دي.
مفتي شفیع الله ثاقب ویلي چې وزارت یې د کورنیو او قومي شخړو د حل لپاره هڅې کړې دي او د ده په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې یې تر څلورو زرو زیاتې شخړې هوارې کړې دي.
خو وزارت د دغو شخړو د څرنګوالي، د حل د طریقې او د ښکېلو کورنیو د شمېر په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.
ثاقب له ګډونوالو غوښتي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمانونو په پلي کولو کې همکاري وکړي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې ګډونوالو د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه هم خبرې کړې دي.
قومي مشرانو او دیني عالمانو په خاکجبار ولسوالۍ کې د روغتیايي مرکزونو او سړکونو ستونزې هم یادې کړې او له چارواکو یې غوښتي چې د حل لپاره یې ګامونه واخلي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د دغو ستونزو د حل لپاره کومه پرېکړه شوې او که نه، یا به د روغتیايي مرکزونو او سړکونو د ښه کولو کارونه کله پیل شي.


شال نیوز