د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره باید د جګړې د پراخېدو پر ځای د خبرو اترو او هوکړې لاره غوره شي.

خلیلزاد د نومبر پر دویمه پر خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې کابل او اسلام‌اباد باید داسې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمن شي، خپلې خاورې به د یو بل پر ضد د وسله والو ډلو فعالیتونو ته نه پرېږدي.

نوموړي په خپل پیغام کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) او داعش نومونه هم یاد کړي او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په هوکړه کې باید د دغو ډلو په ګډون د هر هغه کس او ډلې د فعالیتونو د مخنیوي ژمنه شامله وي چې د یوه هېواد خاوره د بل پر ضد استعمالوي.

خلیلزاد ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې پراخېدل او د افغانستان په ملاتړ په دغه کړکېچ کې د هند یا روسیې زیات ښکېلېدل د ستونزې د حل لار نه ده.

هغه د تاوتریخوالي د کمېدو او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د هوکړې ملاتړ کړی دی.

خلیلزاد د خپل پیغام په پای کې لیکلي: «اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی.»

د هغه له دې څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړی د کړکېچ د کمولو لپاره له پاکستانه د بل ګام اخستو تمه لري، خو په ورکړل شوي پیغام کې یې د کوم ځانګړي اقدام تفصیل نه دی څرګند شوی.

د خلیلزاد دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د سرحدي نښتو او د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه د اختلافاتو له امله ترینګلې دي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور لګوي چې د ټي ټي پي وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالوي. په کابل کې طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې باید په خپله پاکستان کې حل شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو یوه مهمه موضوع دا ده چې څنګه د سرحدي امنیت او وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه داسې انتظام وشي چې دواړه خواوې پرې سلا شي.

خلیلزاد تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو ملاتړ کړی دی.