کابل (شال نیوز) : د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې د ودونو په هوټلونو کې د کوژدې، شیرینۍ خوړلو او شال اچولو د مراسمو پر ترسره کولو بندیز لګولی دی.
د فرمان له مخې، په هوټلونو کې د دغو مراسمو جوړول بېځایه لګښت او اسراف بلل شوی او له خلکو غوښتل شوي چې د ودونو او نورو کورنیو مراسمو پر مهال له اضافي لګښتونو ډډه وکړي.
په افغانستان کې د کوژدې، شیرینۍ خوړلو، نکریزو شپې او واده لپاره د جلا مراسمو جوړول په ځینو کورنیو کې دود دي. د دغو مراسمو لګښتونه کله ناکله د زوم پر کورنۍ دروند مالي بار اچوي.
په ځانګړي ډول د هوټلونو کرایې، د مېلمنو ډوډۍ، جامې، ګاڼې او نور دودیز لګښتونه د واده مجموعي خرڅ زیاتوي. د ودونو د لګښتونو کمول له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د ټولنیزو بحثونو یوه موضوع ده.
ځینې خلک په دې باور دي چې د سیالۍ او یو بل د تقلید له امله د ودونو لګښتونه دومره زیات شوي چې ګڼ ځوانان د مالي ستونزو له کبله ودونه ځنډوي. خو د نوي فرمان د عملي کېدو څرنګوالی او دا چې د ودونو هوټلونه به د دغو بندیزونو له امله څومره اغېزمن شي، لا نه دي روښانه شوي.


شال نیوز