بدخشان (شال نیوز) : د بدخشان لپاره د طالبانو والي، رحمت‌الله نجیب وايي، له اوسني حکومت سره د مخالفانو د تقابل یو هدف په افغانستان کې د ډیموکراسۍ نظام رامنځته کول دي.

 

نوموړي په مرکز فیض‌ اباد ښار کې یوې غونډې ته وویل:

 

“ډیموکراسي یوه لوېدیځه اصطلاح ده او د تاریخ په اوږدو کې انګرېزان، روسان او امریکایان د خپل ټول ځواک باوجود ونه توانېدل چې په افغانستان کې ډیموکراسي حاکمه کړي.”

 

په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو جبهو یو له اصلي موخو څخه د جمهوریت بیا راګرځول او په ۲۰۰۲م کال کې د تصویب شوي اساسي قانون بیا تطبیق دی. دا جبهې د یوه داسې نظام غوښتنه کوي چې په کې د ښځو حقونونه، د بیان ازادي، او د ټولو قومونو او سیاسی جهتونو عادلانه ګډون شتون ولري.

 

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې، آزادۍ جبهې او متحدې جبهې په څیر ډلې د طالبانو پر ضد پوځي بریدونه کوي ترڅو د دوی واکمنۍ وننګوي. دغه راز، دوی غواړي چې د افغانستان واک یوې ځانګړې ډلې سره پاتې نه شي، بلکې د یو ټولشموله او منل شوي حکومت له لارې اداره شي.