کابل (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د پنجشېر د زمردو لومړۍ نیلامي یې د کابل په نړیوال نندارتون کې ترسره کړې ده، چې پکې بېلابېلو سوداګرو زرګونه قیراط زمرد پېرلي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نیلامي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې ترسره شوه، چې د وزارت چارواکو، سوداګرو او پانګه والو پکې ګډون کړی و.
وزارت ویلي چې تر دې وړاندې د پنجشېر زمرد د همدې ولایت دننه د یوې ځانګړې کمېټې په موجودیت کې پلورل کېدل، خو دا لومړی ځل دی چې د دغو قیمتي ډبرو د خرڅلاو لپاره په کابل کې په پراخه کچه نیلامي ترسره کېږي.
په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال عبدالرحمن قانت، د مالي او اداري چارو مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده او د وزارت ویاند همایون افغان هم ګډون کړی و.
همایون افغان ویلي چې د نیلامۍ مقصد د پنجشېر زمردو ته د نویو بازارونو موندل، د پانګه والو راجلبول او د قیمتي ډبرو د خرڅلاو لپاره د یوه منظم او شفاف نظام رامنځته کول دي.
د نوموړي په وینا، په دې ډول نیلامیو کې سوداګر کولی شي چې د زمردو کیفیت له نږدې وګوري او د بیو په ټاکلو کې په مستقیم ډول برخه واخلي. د وزارت د معلوماتو له مخې، له نیلامۍ وړاندې زمرد د کیفیت، صفاوالي، رنګ او جوړښت له مخې وکتل شول او بیا د خرڅلاو لپاره وړاندې شول.
په نیلامۍ کې څومره زمرد وپلورل شول؟
د کانونو او پټرولیم وزارت د خپرو شویو شمېرو له مخې، په نیلامۍ کې شپږ بېلابېلې معاملې شوې دي. حاجي صبور ۲۰۰ قیراط زمرد په درې لکه افغانۍ پېرلي دي، حاجي لطیف ۱۰۰ قیراط زمرد په ۴۳ لکه افغانۍ اخستي دي.
ذبیح قره باغ په یوه معامله کې ۷۱۸ قیراط زمرد په ۲۰ لکه او ۳۵ زره افغانۍ او په بله معامله کې ۱۸۴۰ قیراط زمرد په ۳۲ لکه او ۵۰ زره افغانۍ پېرلي دي، حاجي دادالرحمن ۱۰۳۳ قیراط زمرد په ۱۵ لکه او ۳۲ زره افغانۍ اخستي دي، حاجي زبیر بیا ۲۵۰۴ قیراط زمرد په ۵۳ لکه او ۱۰ زره افغانۍ پېرلي دي.
د وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دغو شپږو معاملو کې ټول ۶۳۹۵ قیراط زمرد په یو کروړ، ۶۷ لکه او ۲۷ زره افغانۍ پلورل شوي دي.
د بېلابېلو معاملو ترمنځ د زمردو په بیو کې څرګند توپیر لیدل کېږي، چې د قیمتي ډبرو له کیفیت، رنګ، صفاوالي او نورو ځانګړنو سره تړاو لرلی شي. خو وزارت د هرې معاملې د زمردو د کیفیت جلا تخنیکي معلومات نه دي خپاره کړي.
پنجشېر د افغانستان له هغو سیمو څخه دی چې د قیمتي زمردو د زېرمو له امله شهرت لري. د دغه ولایت زمرد د افغانستان دننه او په نړیوالو بازارونو کې سوداګریز ارزښت لري.
د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د افغانستان د کانونو او قیمتي ډبرو له لارې عواید زیات کړي او په دې برخه کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې غواړي په راتلونکي کې د نورو معدني توکو د خرڅلاو لپاره هم ورته نیلامۍ ترسره کړي.
خو د وزارت له خوا د نیلامۍ شفاف بلل کېدل تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي ارزول شوي. دغه راز، دا هم نه ده څرګنده چې د دغو معاملو له عوایدو څخه به څومره برخه د پنجشېر د مقامي خلکو او د کانونو د کارکوونکو د ژوند د ښه کولو لپاره ولګول شي.


شال نیوز