خوست (شال نیوز) : د خوست د والي مطبوعاتي دفتر وايي، والي مولوي عبدالرحمن حقاني د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د «جهادي اثارو د ساتنې او ثبت» له رئیس قاري سعید خوستي سره لیدلي دي.
د دفتر د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کي د هغو اثارو او ارزښتونو پر ساتنه او ترویج خبرې شوې چې طالبان یې «جهادي» بولي. دواړو خواوو په دې برخه کي د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتولو هم ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کي د طالبانو د نظام د اصولو او ارزښتونو د ترویج لپاره د ګډو هڅو د دوام یادونه هم شوې، خو د کومې مشخصې منصوبې یا عملي اقدام تفصیل نه دی ورکړل شوی.


شال نیوز