کابل (شال نیوز) : د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د تدارکاتو کمېسیون په خپله وروستۍ ناسته کې د دوه میلیارده او ۸۷۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا ۶ پروژې منظورې کړې دي. د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د لېږد، وېش او اړوندو تاسیساتو د پراختیا په موخه طرحه شوې دي.
د منظور شویو پروژو په ډله کې د ننګرهار ولایت د حصارشاهي سبسټېشن د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي پراختیا، د فاریاب ولایت د میمنې او اندخوی سبسټېشنونو جوړول او پراختیا او د جوزجان ولایت د یتیمتاق سیمې د ګازو فابریکې د انرژۍ د لېږد لپاره د ۴۰ مېګاواټه امپیره سب سټېشن جوړول شامل دي.
همدارنګه، د ایس ډي ایچ او مخابراتي سیستمونو لپاره د اړینو تجهیزاتو پېرل، د ارغندۍ - غزني له ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي لین څخه د میدان وردګو تر پلان شوي سب سټېشن پورې د ۹.۳ کیلومتره برېښنا مزي غځول او د اندخوی له سبسټېشن څخه د ترمیمنې تر سب سټېشن پورې د ۱۳۹.۲ کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي لین غځول هم په دغو پروژو کې شامل دي.
اقتصادي معاونیت وايي، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د برېښنا د لېږد او وېش په برخه کې شته ستونزې راکمې او د برېښنا د شبکې ظرفیت به پراخ شي. د دغو پروژو د عملي کېدو د پیل او بشپړېدو د مهالوېش په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز