کابل (شال نیوز) : د فلسطیني لیکوال او سیاسي چارو د شنونکي حذیفه عبدالله عزام په وینا، افغانان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره پر ایران د پوځي برید لپاره وکارول شي. عزام ویلي، که پر ایران برید کېږي، ښايي له مریخ سیارې وشي، خو د افغانستان له خاورې به ونه شي.
نوموړي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه په خپلو څرګندونو کي ویلي چې افغانان د دیني او اخلاقي ارزښتونو له مخې له خپلو ګاونډیانو سره خیانت نه کوي، که څه هم د هغوی له خوا ورسره بد چلند شوی وي.
هغه د افغانستان پر وړاندې د امریکا د پخوانیو پوځي عملیاتو پر مهال د ځینو ګاونډیو هېوادونو همکارۍ ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې افغانان به د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې ورته چلند ونه کړي.
د عزام په وینا، د ګاونډیتوب اصول او دیني ارزښتونه افغانان دې ته ژمن کوي چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي. د نوموړي څرګندونې په داسې حال کي خپرې شوې چې په سیمه کي د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي ترینګلتیا او د افغانستان د احتمالي رول په اړه بحثونه روان دي.
د افغانستان د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په بېلابېلو څرګندونو کي ویلي چې هېڅ هېواد یا وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
حذیفه عزام د فلسطیني عبدالله عزام زوی دی. عبدالله عزام په ۱۹۸۰مه لسیزه کي د افغانستان د جګړې پر مهال د بهرنیو جنګیالیو د جلبولو له مهمو څېرو څخه و. د یادونې وړ ده چې د حذیفه عزام دغه څرګندونې د هغه شخصي دریځ څرګندوي او د طالبانو د حکومت رسمي اعلان نه دی.


شال نیوز