کابل (شال نیوز) : د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې، سیما سمر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د افراطیت پراختیا، د ښځو ځپل او له دین څخه د سیاسي او پوځي موخو لپاره ګټه اخیستل یوازې د دغه هېواد ستونزه نه ده، بلکې ښايي د نړۍ په نورو سیمو کې هم ورته تګلارې دود شي.
نوموړې د امریکا د هاروارډ پوهنتون د کېنډي د حکومتولۍ او سیاسي علومو په انسټېټیوټ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: “د طالبانو د تګلارو اغېزې ښايي له افغانستانه بهر هم وغځېږي او په نورو هېوادونو کې افراطي ډلې هم د هغوی له کړنو او تجربو څخه د بېلګې په توګه کار واخلي.”
سمر د طالبانو په دیني مدرسو کې د زرګونو ځوانانو پر روزنې او د هغوی د فکري مسیر پر بدلولو اندېښنه څرګنده کړه. هغې وویل، د دغو مدرسو له لارې د ځوانانو مغز مینځل د افغانستان او سیمې د راتلونکي لپاره جدي خطرونه رامنځته کولای شي.
نوموړې زیاته کړه، طالبان له دین څخه د جګړې او خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي چې په وینا یې دا ډول چلند د دین له اصلي ارزښتونو سره په ټکر کې دی.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې همداراز وویل، د نړیوالو قوانینو د نقض او د سرغړونو په وړاندې د حسابورکونې د نشتوالي له امله د الشباب او بوکوحرام په څېر افراطي ډلې د طالبانو له تګلارو تقلید کوي.
نوموړې ټینګار وکړ چې که د افراطیت د پراختیا، د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو او د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې جدي اقدامات ونه شي، د دغو کړنو اغېزې به یوازې په افغانستان پورې محدودې پاتې نه شي او ښايي په نړیواله کچه د بشري حقونو او امنیت لپاره نوې ننګونې رامنځته کړي.


شال نیوز