باجوړ (شال نیوز) : د باجوړ ضلعې د ماموندو تحصیل په مینه بازار کې ناڅرګنده وسله والو پر ملک تمریز خان ډزې کړې چې له امله یې هغه وژل شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، ملک تمریز خان په ډزو کې سخت ژوبل شوی و او د علاج لپاره سمدستي سول روغتون ته رسول شوی و، خو هلته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

 

د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او د بریدګرو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

 

د باجوړ د پولیسو مشر (ډي پي او) خانزېب مومند ویلي چې د پېښې پلټنې روانې دي او د ککړو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره اقدامات کېږي. پولیسو تر اوسه د برید د علت او د بریدګرو د پېژندګلوۍ په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.