هانګ کانګ (شال نیوز) : پاکستان د هانګ کانګ په روان سکسز کرکټ ټورنمنټ کې خپل دودیز سیال هند ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې ده.
دا لوبه د هانګ کانګ په مشن روډ لوبغالي کې د ګروپ سي په چوکاټ کې ترسره شوه، چې د پاکستان لوبډلمشر عباس اپریدي پچه وګټله او هند ته یې د لومړۍ بېټنګ بلنه ورکړه.
د هند لوبډلې په ټاکلو شپږو اورونو کې د څلورو وکټو په زیان ۸۸ منډې جوړې کړې. د هند له لوري ششانک سنګهـ په ۱۱ توپونو ۴۰ منډې وکړې، چې دوه څلوریزې او پنځه شپږیزې یې ووهلې.
د پاکستان له خوا عبدالصمد په یوه اور کې د لسو منډو په بدل کې دوه وکټې واخیستې، په داسې حال کې چې احمد دانیال او محمد شهزاد یوه، یوه وکټه ترلاسه کړه.
پاکستان د ۸۹ منډو هدف ته په ډېر تېز انداز کې ځان ورساوه او په درې اعشاریه پنځو اورونو کې یې د شپږو وکټو په زیان ټاکلی هدف پوره کړ.
د پاکستان لپاره خواجه نافع تر ټولو زیاتې ۴۱ منډې جوړې کړې. نوموړي په ۱۲ توپونو دوه څلوریزې او پنځه شپږیزې ووهلې. د لوبډلمشر عباس اپریدي هم په ۳۵ منډو د پام وړ بېټنګ وکړ.
عبدالصمد او عرفان خان په ترتیب سره په اوو او شپږو منډو ناټ اوټ پاتې شول. په دې بریا سره پاکستان د هانګ کانګ سکسز ټورنمنټ په ګروپ سي کې د خپل دودیز سیال هند پر وړاندې بریا خپله کړه.


شال نیوز