کابل (شال نیوز) : د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د ۲۰۰ وېکټو په ترلاسه کولو سره نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
راشد خان دا تاریخي کارنامه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د دویمې شل اوریزې لوبې پر مهال په شارجه کې ترسره کړه.
نوموړي د لوبې په نهم اور کې د زیمبابوې توپوهونکی تادیواناشي ماروماني د دوو منډو په جوړولو سره په اېل بي ډبلیو ډول وسوځاوه او خپله ۲۰۰مه وېکټه یې ترلاسه کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، راشد خان دا ریکارډ په ۱۲۰ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې جوړ کړی دی. نوموړی په دغو سیالیو کې د ۱۳ اعشاریه ۹۶ منډو د وېکټو اوسط او د ۶ اعشاریه ۱۳ اکانومي لري.
راشد خان په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې دوه ځلې پنځه وېکټې هم ترلاسه کړې دي او د توپ اچونې تر ټولو غوره پایله یې د درې منډو په بدل کې د پنځو لوبغاړو سوځول دي.
د ۲۰۰ وېکټو په ترلاسه کولو سره راشد خان د نارینهوو شل اوریزو نړیوالو سیالیو د ټولو وختونو د ډېرو وېکټو اخیستونکو توپ اچوونکو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی. د انګلستان عادل رشید په دې نوملړ کې دویم ځای لري، چې د راشد خان په پرتله ۲۹ وېکټې کمې لري.
دا لومړی ځل نه دی چې راشد خان په نړیوال کرکټ کې دا ډول تاریخي لاسته راوړنه کوي. نوموړي تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د ابوظبۍ په لوبه کې د بنګلهدېش پر وړاندې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې هم د ۲۰۰ وېکټو اخیستلو ویاړ خپل کړی و.
د راشد خان دا نوې کارنامه د نړیوال کرکټ په ډګر کې د افغانستان لپاره یوه بله مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.


شال نیوز