نوي ډیلي (شال نیوز) : د ستراتیژیکو چارو یوه لوړپوړي هندي شنونکي وړاندیز کړی چې ډیلي باید طالبانو ته د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) ټکنالوجي، د ډرون ضد دفاعي سیسټمونه، توغندیز تجهیزات او د لرې واټن راکټ ویشتونکي ورکړي.
دغه هندي کارپوه همدارنګه له ډیلي غوښتي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. سوشانت سارین ویلي، هند باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي او اجازه ورنه کړي چې د نورو هېوادونو دریځ په دې برخه کې د ډیلي پرېکړې وټاکي.
نوموړي له ټایمز اکسېس ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، ویلي، که پاکستان د طالبانو د فشارولو لپاره له خپل پوځي ځواک څخه کار اخلي، نو هند باید له دې ډلې سره د خپل دفاعي توان د پیاوړتیا په برخه کې د مرستې موضوع وڅېړي.
سارین ویلي:
“که افغان طالبان د پاکستانيانو تر فشار او زور زیاتي لاندې راځي، موږ باید له هغوی سره په پوځي برخه کې مرسته وکړو.”
هغه زیاته کړې، هند باید دغه انتخاب په جدي توګه په پام کې ونیسي، څو پاکستان ونه شي کړای د زور له لارې طالبان تسلیمېدو ته اړ کړي.
نوموړي ویلي:
“که تاسو افغانانو ته د ډرون ضد ځینې دفاعي سیسټمونه ورکړئ، یا د ډرون ټکنالوجي ورسره شریکه کړئ، څو وکولای شي مقابله وکړي، او ان ځینې توغندیز سیسټمونه او د لرې واټن راکټویشتونکي هم ورکړئ.”
سارین همدارنګه له هند غوښتي چې د طالبانو حکومت، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې واک ته ورسېد، په رسمیت وپېژني. هغه ټینګار کړی، چې د یوه حکومت په رسمیت پېژندل په دې معنا نه دي چې د هغه حکومت له ایډیالوژۍ او سیاستونو سره هم موافقه وشي.
نوموړي ویلي:
“په رسمیت پېژندل د تایید په معنا نه دي. هېوادونه له هغو حکومتونو سره هم ډیپلوماتیکې اړیکې جوړوي، چې ښايي له سیاستونو او کړنو سره یې موافق نه وي.”
سارین زیاته کړې، طالبان اوسمهال په افغانستان کې بالفعل واکمنان دي او هند هم له دې ډلې سره تعامل لري. هغه پوښتنه کړې چې ډیلي ولې باید یوازې د دې لپاره د طالبانو له په رسمیت پېژندلو ډډه وکړي، چې نور هېوادونه یې په رسمیت نه پېژني؟
د نوموړي په وینا، هند باید د خپلو ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې وکړي او د نورو هېوادونو د احتمالي غبرګون په اړه اندېښنه ونه لري. سارین ویلي: “نړۍ تر هر اقدام مخکې زموږ نظر نه پوښتي.” سارین باور لري چې په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژي برعکس پایله ورکړې ده.
د هغه په وینا، اسلاماباد پخوا طالبان په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره یوه وسیله ګڼله، خو دغې ډلې واک ته تر رسېدو وروسته خپلې خپلواکې ګټې او لومړیتوبونه تعقیب کړي دي.
تر اوسه د هندي او پاکستاني چارواکو لخوا د سوشانت سارین د څرګندونو ته غبرګون ندی خپور شوی.


شال نیوز